Home خانه

د نوې منتخب ولسمشر نه د سولې په راوستو کې د لوګر د خلکو غوښتنې

شیرمحمد ((ستانکزی))

sher m. stanekzai 200 د وږې ۳۰ مه د سولې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ هرکال په ټوله نړۍ او افغانستان کې په ځانګړو او خاصو مراسمو سره لمانځل کیږي، افغانان دغې ورځې  ته  ډیر خوښ او دغه ورځ یونیک فال ګڼي، ځکه دوی د تیرو څو لسیزو په جنګ او جګړو کې ژوند تیر کړي دی . همدارنګه په، بیوزلیو، مهاجرتونو او نورو کړاونو سره مخامخ شویدي.  دلنډمهالې ادارې په راتګ افغان ولس ته دسولې ټینګښت باورپیدا شو، په هیوادکې پانګوالو او بهرنیو موسسو خپلې پانګونې او پرمختګ ئیز کارون وته لار پیدا کړه.  د بهر څخه افغان کډوال بیرته هیواد ته راستون  شول، ځکه د ټولو افغانانو په ژبه د سولې، امن او ملي پخلاینې کلمې تاو را تاو ویدې او افغانانو خپل عادي ژوند ته دوام ورکړل.

 

خو د څوکلونو په تیریدو دهیواد په ځینو سیموکې دناامني  ګنګوسې خپرې شوې، چې دغه ناامنۍ ورځ تر ورځې زور واخیست او حتی په اکثرو لیرواو نږدو پرتو سیموکې افغانان  دزیاتو ناامنیو شاهدان دي. دسږني ولسمشریزو ټاکنو دترسره کیدو او د نوې منتخب ولسمشر په غوره کیدو، دخلکو هیلې اوغوښتنې دنوې منتخب ولسمشر څخه دلوګردخلکو او ولس هیلې او غوښتنې په لومړۍ قدم کې په هیواد کې دسولې ټینګښت  ته ډیر لیوال دي. دوی له نوې منتخب ولسمشر نه غوښتنه کوئ، کوم چې دټاکنیزو کمپاینوپه ترڅ کې خلکو سره ژمنې کړي دي باید، هغه ژمنوته دعملي جنبه ورکړي، په ټاکنو کې دخلکو ګډون  او درایو ورکړې ته دې  درناوی وشي او دخلکو هیلې او غوښتنې دې پوره کړای شي.  دپل علم اړوند دحصارک دکلې یوتن استاد شاه محمد«میرزوي» وايي: دنوې منتخب ولسمشر نه مې غوښتنه داده، چې له هرڅه نه مخکې هیوادته ډاډمنه سوله او امنیت راولي، ځکه دسولې په راوستوکې دهیواد ټول  کارونه پرمخ تللی شي، کوم  چې دناامنیو په ګواښونو سره په ټپه دریدلي دي. په همدې توګه  مستري الله محمد «امیري»  دسولې په اړه داسې وویل: سوله دانسان لپاره نیکمرغي ده، هرڅه په امنیت اوسولې باندې  مستقیماٌ اغیزه کوي. ترڅوچې په هیوادکې دناامنیو آوازې خپرې شویدي، زمونږ په کار اوبار باندې هم تاثیر کړې دی اوکارونه مو دریدلي دي. دغه راز دبرکي برک دولسوالۍ یوتن اوسیدونکی عتیق الله  دسولې او امنیت په راوستلوکې دنوې منتخب ولسمشر نه وغوښتل، چې دکرزي په  دوره کې دسولې شورای په نوم ستر ریاست جوړ شو او بې شماره لګښتونه  دسولې په موخه وشول،چې ځانګړې پایله يي نه درلودل، نو داوسني ولسمشر نه غواړم، چې تش په خوله دسولې کلیمې په کارولو؛ سوله نه راځي، باید په هراړخیزه توګه د دولت له وسلوالومخالفینو سره دخبرو او اترو له لارې دسوله وشي.  دعتیق الله په وینا: دولت  دخپل وړتیا او صلاحیت  په لرلو، کیدای شي، چې په هیوادکې دتل لپاره سوله  او امنیت راشي. دمحمدآغې ولسوالۍ اوسیدونکی  احمدجان  په دولتي ادارو کې د فساد شتون دسولی  دراوستلو په لاره کی یوستر خنډ وبلل، هغه زیاته کړه، دسولې په راتګ  سره پرمختیایی پروژې په کار لویږي،سوله  دښوونې اوروزنې  په بډاینه کی اغیزمن  ګام بلل کیږي  هیواد دپرمختګ لورې ته بیول او له ناپوهیو څخه  به خلاصی  ومومی.  داحمدجان په خبره، زمونږ غوښتنې دنوی ولسمشر نه ډیرې دي؛خومهمه اواساسي غوښتنه هیوادته سوله ده. سوله داسې آرامه او سوکاله فضاء ده، چې شپه او ورځ خلک کولای شي، بې له ویرې او وحشت نه خپلو کارونوته دوام ورکړي. محمداسلم د پل علم  دسرسنګ دسیمې یوتن چې خپل ورځني کار اوبار باندې بوخت دی.  وویل: زه ډیره  موده کیږي، چې خپل مزدوري پرمخ وړم، دولت تراوسه  زمونږ  لورې ته خاصه پاملرنه ندی کړې او زمونږکارونه هم کله وي اوکله نه وي، ځکه چې ددغې کارونونشتون لامل  نا امنۍ دي، که هیواد کې مو ډاډمنه سوله تامین وی زمونږ کاروبار  به هم هره ورځ  په ښه توګه پرمخ ځی  . نو دنوې ولسمشر نه غوښتنه لرم، چې دخداي لپاره زمونږ په ځوریدلې اوکړیدلې ملت باندې زړه وخوږوئ، دولس لپاره امنیت اوسوله تامین کړئ اوخلکوته  دکاراوبار زمینه برابره کړئ. په همدې توګه زیاتره ځوانان دنوې منتخب ولسمشر نه غواړي، چې هیوادته دایمي سوله ټینګه کړي او د دوی لپاره دکار په برابرولوکې  ځانګړې پاملرنه وکړي. خوځینې ځوانان بیا دنوې منتخب ولسمشر نه ډیرخوښ اوخوشحاله بریښي، دوی وايي: چې  نوی ولسمشر ملت ته کومې وعدې او ژمنې ورکړې وې، دخپلوژمنو په پلې کولو کې انشاالله چې دعمل جامه ورواغوندي او دسولې په ټینګښت کې به لازم تدابیر په لاره واچوي، ترڅو هیواد مو له ناامنیو او بدبختیو نه خلاصی پیدا کړي او دیوسوله  ائیز هیواد په درلودلو سره ټول افغانان خپل ژوند ته دوام ورکړي. 

شیرمحمد ((ستانکزی))