کابل ښاروالۍ وايي،
د پلازمېنې د ترافیکي ستونزو د حل او ښاري ښکلا د پیاوړتیا په موخه به د شهید څلورلارې په سیمه کې د څلورمې پروژې په چوکاټ کې یو معیاري هوايي پل جوړ کړي.
د ښاروالۍ د مسؤلینو په وینا، یاد هوايي پل به په داسې بڼه ډیزاین او تطبیق شي چې له یوې خوا د کابل ښار ښکلا زیاته کړي او له بلې خوا د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې شته ګڼه ګوڼه کمه کړي.
ښاروالۍ ټینګار کړی چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د کابل ښار په ختیځو برخو کې د ترافیکي جریان د ښه کېدو ترڅنګ د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیاوې هم زیاتې شي.