د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرهون
د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرهون د افغانستان د لومړني او یوازیني ستورمزلي عبدالاحد مومند د مړینې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اوږدو کورنیو جګړو د هېواد ګڼ شمېر علمي، مسلکي او ملي کادرونه د پردیسۍ ژوند ته اړ کړي دي.
مرهون په خپل پیغام کې لیکلي چې عبدالاحد مومند فضا ته د سفر له لارې د افغانستان لپاره بېسارې علمي لاسته راوړنې او ارزښتناکې تجربې راوړې، خو د هېواد سیاسي او امنیتي شرایطو هغه له خپل وطنه لرې ژوند ته مجبور کړ.
د هغه په وینا، مومند د جلاوطنۍ او مسافرۍ له سختو کلونو وروسته په پردیسۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې دا د افغانستان د ګڼو علمي او مسلکي شخصیتونو له برخلیک سره ورته کیسه ده.
محمود مرهون زیاته کړې چې د بدمرغه ملتونو د پوهانو، اتلانو او متخصصینو په اړه ډېری وخت یوازې د مړینې او ماتم خبرونه خپرېږي، خو د هغوی علمي خدمتونو، موندنو او لاسته راوړنو ته کمه پاملرنه کېږي.
هغه ویلي چې دا مهال میلیونونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د مجبوریت، ناامنۍ او بېباورۍ له امله ژوند کوي، چې په منځ کې یې ګڼ شمېر لوستي او مسلکي کسان هم شامل دي.
د عبدالاحد مومند د مړینې خبر د هېواد د فرهنګي، علمي او ټولنیزو شخصیتونو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي او یو ځل بیا یې د افغان کادرونو د جلاوطنۍ او مهاجرت موضوع د بحث مرکز ګرځولې ده.
عبدالاحد مومند د افغانستان لومړنی او یوازینی ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فضا ته تاریخي سفر ترسره کړ او د هېواد په علمي تاریخ کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی.