د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي وایی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د پاکستان پر قضایي او پوځي سیسټم نیوکه وکړه، هغه وینا چې د رسنیو سانسور له امله په دولتي ټلوېزیونونو کې خپره نشوه.
اڅکزي د بلوڅو د سیمه ییزې فعالې په تړاو وویل: «تاسو ماه رنګ بلوچ ته هم د ټول عمر قید سزا ورکړه، دا د سرو زرو (شرم) مډال دې هم تاسو ته مبارک وي!»
نوموړي زیاته کړه چې د کوټ لکپت زندان ټول بندیان له ۷۰ کلونو څخه پورته عمرونه لري، خو حکومت په بې رحمۍ سره ۵ کسانو ته د ۲۸۶ کلونو د بند سزا صادره کړې او په دې کار سره یې یو نوی منفي ریکارډ جوړ کړی دی.
د قومي اسمبلۍ په دغه سانسور شوې وینا کې د ازاد کشمیر پر کړکېچن وضعیت هم رڼا اچول شوې ده. محمود خان اڅکزي ويلي: «کشمیري ځوانانو به تل د "پاکستان زنده باد" شعارونه ورکول، خو پرون له ازاد کشمیر څخه یو راغلی پلاوی زما په وړاندې په ناهیلۍ سره ویل یې چې زموږ په سیمو کې د خوراکي توکو او اړینو درملو کمښت او قحطي راغلې ده.»
#ABN | #MehmoodKhanAchakzai | #MahrangBloch | #KashmirCrisis | #CensoredSpeech | #HumanRights | #KotLakhpatJail