دامر بالمعروف اونهی عن المنکر [ ۷۲] برخه
بسم الله الرحمن الرحیم.
السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته .
دامر بالمعروف اونهی عن المنکر [ ۷۲] برخه .
محترمو هیوادوالو :
علم او پوهه د انسان د شخصیت، پرمختګ او معنوي لوړتیا بنسټ جوړوي. د تاریخ په اوږدو کې هغه ملتونه بریالي شوي چې علم، فکر او پوهې ته یې ارزښت ورکړی او د ناپوهی، تعصب او جهل پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.
اسلام هم د علم او پوهې دین دی؛ هغه دین چې د وحې لومړنی پیغام یې د اقرأ , ولوله په کلمه پیل شوی او انسان یې د تفکر، تدبر او زده کړې لوري ته رابللی دی.
پوهه یوازې د معلوماتو راټولول نه دي، بلکې د حق او باطل ترمنځ د توپیر کولو ځواک، د ژوند د حقیقتونو درک، او د انسان، خالق او هستی ترمنځ د اړیکو پېژندنه ده.
پوه انسان د خپل وخت، چاپېریال او مسولیتونو په اړه ژور درک لري او د عقل، حکمت او بصیرت له مخې پرېکړې کوي. برعکس، ناپوهي انسان د تېروتنو، تعصب، ظلم او فکري بندیزونو لوري ته بیایي.
په دې لیکنه کې د پوهې ارزښت، د اسلام له نظره د عالم او پوه انسان مقام، د ناپوهی زیانونه، او د علم او معرفت د ترلاسه کولو اړتیا د قرآني آیتونو او عقلي دلایلو په رڼا کې څېړل شوې ده. موخه دا ده چې د پوهې د اهمیت په هکله پوهاوی زیات شي او انسانان د علم، معرفت او فکري ودې لوري ته وهڅول شي.
خو زموږ په هېواد کې پوهه جرم ګڼل کېږي او ناپوهي ته انعام ورکول کېږي. د وطن په اوسنیو شرایطو کې پوهه درنه بیه لري، خو ناپوهي ستایل کېږي.
پوهه له پېژندنې وروسته رامنځته کېږي او انسان ته بشپړ درک او وقوف وربښي. پوه انسان خبر وي چې په هستی کې څه روان دي، د نړی پدیدې څنګه دي، د انسان او خدای اړیکه څه ډول ده، د خدای او هستی اړیکه څنګه ده، او همدارنګه د انسان اړیکه له نړی ، دین او ټولنې سره څنګه ده.
پوه انسان له ډېرو چارو خبر وي؛ ځکه پوهه هغه ځواک دی چې انسان ته د پدیدو د ماهیت له درک وروسته ترلاسه کېږي. پوهه انسان ته دا توان ورکوي چې په هر حالت، هر لوري او هر وضعیت کې مناسب عمل وکړي.
پوهه انسان ته دا درک ورکوي چې څه شی، چېرې، څنګه او څه وخت پېښېږي. پوهه د علمي پېژندنې وروسته د انسان د فهم او درک ځواک دی. پوهه د انسانانو د قضاوت او ارزونې توان دی، او د الهي حقیقتونو د درک وسیله ده.
الله تعالی فرمایي:
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ
او همدارنګه د انسانانو، ژویو او څارویو رنګونه بېلابېل دي. له بندګانو څخه یوازې پوهان له الله څخه په رښتینې مانا وېرېږي. بېشکه الله غالب او بښونکی دی.
نو د الله تعالی عبادت په سمه او وړ بڼه یوازې د پوهې او علم له لارې ممکن دی. پوهه د نورو انسانانو او موجوداتو په وړاندې د انسان د برتری سبب ده.
الله تعالی فرمایي:
قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ
ووایه: آیا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي، سره برابر دي؟ نصیحت یوازې د عقل خاوندان مني.
کفر او ناپوهي د یو واقعیت دوه اړخونه دي. ناپوه انسان له دین سره ناسمه چلند کوي. قرآن کریم د کافرانو او مشرکانو په اړه فرمایي:
وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْلَمُونَ
او که له مشرکانو څخه یو تن ستا پناه وغواړي، نو پناه ورکړه تر څو د الله کلام واوري، بیا یې خوندي ځای ته ورسوه؛ ځکه هغوی داسې قوم دي چې نه پوهېږي.
او بل ځای فرمایي:
كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ
هغوی ځکه کافران شول چې دوی داسې قوم دي چې نه پوهېږي او نه درک لري.
همدارنګه د حضرت نوح علیه السلام لپاره الهي نصیحت، چې د ټولو انسانانو لپاره لارښوونه ده، د ناپوهی څخه د ځان ساتلو او د پوهې د ترلاسه کولو هڅې ته بلنه ورکوي:
قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ ۖ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۖ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ
الله وفرمایل: ای نوحه! هغه ستا له کورنی څخه نه دی؛ ځکه د هغه عمل ناسم دی. نو هغه څه مه غواړه چې پرې علم نه لرې. زه تا ته نصیحت کوم چې له ناپوهانو څخه مه کېږه.
پوهه د هستی د خالق یو صفت دی، او انسان هم باید دا صفت ترلاسه کړي. الله تعالی فرمایي:
وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
او الله ښه اورېدونکی او ښه پوه دی.
پوهه د الله تعالی هغه امانت دی چې پیغمبرانو ته یې ورکړی دی. د حضرت یوسف علیه السلام په اړه فرمایي:
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا
کله چې یوسف علیه السلام د رشد او پخوالي مرحلې ته ورسېد، موږ هغه ته حکمت او پوهه ورکړه.
پوهه هغه ځواک دی چې له لارې یې دین سم درک کېږي، ایمان ټینګېږي او د توحید حقیقت روښانه کېږي. ځکه پوهه داسې انسان روزي چې د هستی له رازونو خبر وي او پوهېږي چې د ژوند مقام د توحید او یووالي په محور کې څه دی.
پوه انسان دین د الهي پوهې پر بنسټ مني. هغه د الله عبادت په علمي او آګاهانه ډول ترسره کوي. پوه انسان ځان یوازې د دین د پیروی وړ ګڼي، نه دا چې د دین د رهبری په دعوه ځان د الله له مقام څخه لوړ وګڼي.
الله تعالی له خپل ټول قدرت، عظمت او جلال سره د لا إكراه في الدين حکم ورکړی او عملي کړی دی. خو ناپوه انسان د دین په نوم جبر، زور او ظلم ته لاره هواروي.
پوه انسان هغه څوک دی چې د بندګی په چوکاټ کې ځان د دین د معرفت او د الله د عبادت وړ ګرځوي.
۲ - پوه انسانِ د دين، علم، شعور، بصيرت، څېړنې او پلټنې ګډه ځانګړنه لري. او هغه انسان چې په شريعت کې آيډيال وي، هم يو پوه او آګاه انسان وي.
هغه انسان چې پوهېږي د دين په چوکاټ کې د بنده مقام څه دی، د پيغمبرانو رول څه و، او الله تعالی له انسان څخه د دين په وسيله څه تمه لري.
دغه پوه انسان موحد، پر الله متوکل، انسان دوست او د تمدن جوړوونکی وي. آيډيال او پوه انسان هغه دی چې د تاريخ په اوږدو کې د دين حقيقت مطالعه کوي او د دين د حقيقت د پېژندلو لپاره حضرت ابراهيم (ع)، حضرت موسی (ع) او حضرت عيسی (ع) د حقيقت د ظهور او تجلی له بهير څخه بېل نه ګڼي. په پای کې، پوه انسان هغه دی چې الهي صفات په ځان کې راژوندي کړي وي.
خو فرزانه انسان څوک دی؟
فرزانه انسان داسې معرفي کوي: هغه څوک چې هم حکيم وي، هم عالم، هم پوه، هم عاقل، هم خردمند، هم شريف او هم په شريعت کې آيډيال انسان وي.
په بل عبارت، فرزانه انسان بايد ټول هغه ارزښتونه په خپل ذات کې ولري چې د توحيد، انسانيت او مدنيت لپاره اړين دي.
فرزانه انسان هغه بريالی انسان دی چې د خپل حکمت، علم، پوهې، عقل او خرد په وسيله ځان د داسې شرافت وړ ګرځوي چې د انساني کرامت له غوښتنو سره سمون ولري.
فرزانه کېدل يعنې داسې انسان کېدل چې د الله تعالی له لوري د کرامت وړ بلل شوی وي.
فرزانه انسان هغه دی چې د الله تعالی د خليفه په توګه پر ځمکه دنده ترسره کولای شي. فرزانه انسان هغه دی چې الهي امانت او لورينه يې په برخه شوې وي.
قرآن کريم فرمايي:
يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ.
الله تعالی حکمت هغه چا ته ورکوي چې وغواړي، او چا ته چې حکمت ورکړل شي، بېشکه ډېر لوی خير ورکړل شوی وي، او له دې حقيقت څخه يوازې د عقل خاوندان پند اخلي.
او د پيغمبری له رسالتونو څخه يو هم خلکو ته د حکمت او فرزانګی ښوونه ده. الله تعالی فرمايي:
لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ.
يقيناً الله پر مومنانو لوی احسان وکړ، کله چې يې د هغوی له منځه يو رسول راولېږه، چې د الله آيتونه ورته لولي، هغوی له فکري او روحي ککړتياوو پاکوي، او کتاب او حکمت ور زده کوي، حال دا چې له دې مخکې هغوی په څرګنده ګمراهی کې وو.
۳- افغانستان؛ هغه خاوره ده چې خپل اتلان تر مرګ وروسته پېژني
په افغانستان کې یو تریخ واقعیت دا دی چې ډېر وخت د انسان ارزښت تر هغه نه پېژندل کېږي چې ژوندی وي. کله چې یو څوک د خپل ولس، وطن او خلکو لپاره کار کوي، له نیوکو، تورونو، مخالفتونو او حتی سپکاوي او تکفیر کولو سره مخ کېږي. خو کله چې له دې نړی سترګې پټې کړي، ناڅاپه د ستاینې او درناوي وړ ګرځي.
د افغانستان تاریخ له داسې شخصیتونو ډک دی.
ډاکټر نجیب الله د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د جګړو، سیاسي مخالفتونو او سختو شرایطو سره مخ و. هغه کلونه په ملګرو ملتونو کې محدود پاتې شو او بالاخره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو نن ګڼ شمېر افغانان د هغه د سیاسي دریځونو، د سولې د هڅو او د هېواد د ثبات لپاره د هغه د هلو ځلو په اړه خبرې کوي او د هغه نوم په درناوي یادوي.
غازي امان الله خان هغه پاچا و چې د افغانستان د خپلواکی ، عصري کولو او پرمختګ لپاره یې ستر ګامونه واخیستل. د هغه اصلاحات د خپل وخت له ډېرو مخالفتونو سره مخ شول او بالاخره له واکه لیرې شو. خو نن د افغانستان په تاریخ کې د خپلواکی د اتل او د نوښتګر رهبر په توګه یادېږي.
خان عبدالغفار خان (باچا خان) د عدم تشدد، سولې او انساني ورورولی پیغام راوړونکی و. هغه خپل ژوند د پښتنو د ویښتابه، تعلیم او یووالي لپاره وقف کړی و. د خپل ژوند ډېره برخه یې په زندانونو کې تېره کړه، خو نن د سولې، زغم او بشري ارزښتونو د ستر سمبول په توګه پېژندل کېږي.
عبدالاحد مومند د افغانستان لومړنی فضانورد و چې د افغانانو نوم یې تر فضا پورې ورساوه. هغه د علم، پوهې او پرمختګ یو ژوندی سمبول و. خو لکه د ډېرو نورو افغان شخصیتونو په څېر، د هغه لاسته راوړنې هم هغه اندازه نه دي ستایل شوي چې وړ یې دي.
د دغو شخصیتونو ژوند موږ ته یو مهم درس راکوي: ملتونه هغه وخت پرمختګ کوي چې خپل شخصیتونه، پوهان، عالمان , دانشمندان ,هنرمندان، لیکوالان، ساینسپوهان او خدمتګاران د ژوند پر مهال وپېژني او درناوی یې وکړي. یوازې د مرګ وروسته ستاینه د هغوی د قربانیو او خدمتونو بدیل نه شي کېدای.
افغانستان داسې فرهنګ ته اړتیا لري چې پکې د انسان ارزښت د هغه د ژوند پر مهال وپېژندل شي. که موږ د خپلو خدمتګارانو، مفکرانو او اتلانو ملاتړ ونه کړو، راتلونکی نسل به هم د همدې بېپامی قرباني شي.
راځئ چې د ډاکټر نجیب الله، غازي امان الله خان، باچا خان او عبدالاحد مومند له ژوند څخه زده کړه وکړو. راځی هغه کسان چې لا هم زموږ ترمنځ ژوند کوي، واورو، ویی هڅوو او درناوی یې وکړو. ځکه ملتونه د خپلو ژوندیو انسانانو په مټ جوړیږي، نه یوازې د خپلو مړو په یادونو.
افغانستان هغه وخت روښانه راتلونکی لرلای شي چې د خپلو اتلانو قدر د هغوی د ژوند پر مهال وکړي، نه دا چې یوازې د هغوی له مړینې وروسته یې نومونه وستایي.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دې وي پر هغه چا چې د هدایت پیروي کوي.
قاضی لودین .