راځې رښتيا به سره وايو!
ښاغلو راسئ دمړوپرسرځان مطرح کولو نه تېرسئ!
دمرحوم عبدالاحد مومنددجسدانتقال دهغه دغمځپلی کورنۍحق اوصلا حيت دی.
تاسو بېگانه ښاغلی ديوې کورنۍ په غم کي ځان پدې بڼه مه مطرح کوئ. دمرحوم عبدالاحدمومندکورنی نسي کولاي دهغه دقبرليدوته کله چي غواړي ورسي.اوکه وغواړې دا دتگ اوراتگ ټکټ اوهلته داوسېدو مشکل یې کوم ښاغلیم حلوی ؟
اوداهم نده معلومه چې ستاسو ښاغلو دا خواخوږي به څومره دوام وکړي؟ ځکه په ژوندوني یې هيچا خبر وانه خيست،اونه کومې غونډې ياکنفرانس ته بلنه ورکړه سول.خپله یې دخپلی علمي پوهی په مټ اوزيارخپل کورنی ژوند سمبالاوه .
متاسفانه دده په وړاندي په اړېکوکي دافغانانو بېغوری چې اوس ځان بي اندازې خواخوږي ښکاره کوي دا ښاغلی دخپلوحاکميتونو په وخت کي چيري وه؟ ولې یې هغه وخت دده ياد نه کاوه ؟
ځکه خو دهغه مرحوم خبره سبابه له همدي ناهيلوسره ځم،همدا سي وسول او ولاړ .
که څوک غواړي همدلته په جرمنی کي دې يوه ښکلې مقبره ورته جوړه کړي زما دمعلو ماتو له مخي دجرمني دولت ورسره هيڅ مخالفت نلري.
پرقبردې لکه چې معمول دي يوه عالی اوښکلی يادگاري مقبره جوړه کړي ، ترڅودلته نه يوازي دده کورنۍ او اولادونه بلکي ټولو افغانان چي اوس ئې په صفت نه مړېږي قبرته دگلوله گېډېو سره ورسی اوبهرنيان یي دسرپه ستر گو وويني چي افغانان دخپل يوه ملی اومنلی شخصيت پسله مړني څومره درناوي کوي اودادرناوی به یې کورنۍ او اولادونوته دتل پاتي ډاډ گېرنې اوصبرلام وي.