Home خانه

د موسی شفیق د وژلو راز !؟

د موسی شفیق د وژلو راز !؟

Screenshot 2026 06 24 183543 editedAAکله چې موسی شفیق صداراعظم شو، نو شورويان وويريدل چې دې ځيرک ، هوښيار او اګاه ځوان ته به څنګه دوکه ورکوو.

روسانو غوښتل چې نوموړی د صدارت پر مهال ترور کړي.

شاهي دربار سره روسانو د نوموړي په اړه اړيکه وکړه چې بايد له دندې يې لرې کړي. خو ظاهر شاه ونه منله.

موسی شفیق غوښتل چې بايد د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او دې ته حاضر نه و چې پردی جنګ خپل هېواد ته راوړي.

موسی شفیق د افغان ملت د جريدې د يو خبريال سره په مرکه کې وويل چې لکه څنګه مې چې د ايران سره د اوبو مسئله يو طرفه کړه. همداسې به د پاکستان سره د پښتونستان مسئله هم يو طرفه کړم ، زه نه غواړم چې افغانستان د پښتونستان قرباني کړم.

د داود خان د واکمنۍ پر مهال چې کله موسی شفیق ونيول شو نو ويل کېږي چې داود خان دوه کاله نوموړی په يوه نمجنه تکاوۍ کې اچولی و چې دومره بد بد وهل شوی و چې هغه نور په پښو حرکت نه شو کولای.

کله چې د هاشم ميوندوال د مرګ خبره راپيدا شوه نو داود خان وويريدو چې موسیٰ شفيق هم په زندان کې څوک مړ نه کړي.

بلاخره موسی شفیق د خپل ملي احساس له مخې د تره کي د واکمنۍ پر مهال د عزيز اکبري په امر خليل الله په سر په تفنګچه ووژلو.

نوټ: دا ليکنه مې د افغانستان له پېښليک څخه مختصره کړې تاسو يې په اړه څه ليکئ.