Home خانه

د پکتیا پخوانی والي، حلیم فدایي وایی

د پکتیا پخوانی والي، حلیم فدایي وایی

719210478 980066711322945 2884652928787188311 nجمهوري نظام کې د پکتیا والي، حلیم فدایي د موبي ګروپ او طلوع نیوز د مشر، سعد محسني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ځینې خبرې رابرسېره کړي او هغه یې یواځې د خپل تجارت او اقتصادي ګټو په پاللو تورن کړی دی.

فدایي لیکلي، د جمهوریت پر مهال د حج او اوقافو وزارت له طلوع نیوز څخه غوښتي وو چې د خلکو عقایدو او کلتور ته د درناوي په پار په خپلو خپرونو کې د اذان خپرول پیل کړي، خو هغوی په ځواب کې د هرې دقیقې لپاره د شاوخوا ۲۰۰۰ ډالرو غوښتنه کړې وه او ان شرط یې اېښی و چې د اذان له پای ته رسېدو وروسته به اعلانوي چې «دا یو سوداګریز اعلان و».

نوموړي زیاته کړې، د حج او اوقافو وزارت نور دیني پیغامونه، د کوکنارو د کښت ضد او د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي کمپاینونه به هم د پیسو په بدل کې نشرېدل او د «عامه خدماتو» یا «عامه پوهاوي» د کلمو پر ځای به په هغو ټولو باندې د «سوداګریز اعلان» نوم اېښودل کېده.

فدایي کاږي، همدا ډول رسنۍ او د هغوی ملاتړي د جمهوریت په بدنامولو، سقوط، د مخالفینو د تبلیغاتو په توجیه کولو او د ژبنیو، قومي او سمتي مسایلو په لمن وهلو کې اساسي رول درلود؛ کله چې د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خرم له دوی وغوښتل چې د ملي وحدت او افغاني کلتور ضد خپرونې بندې کړي، دوی دغه کار ته د "آزادۍ محدودیت" او "سانسور" نوم ورکړ، خو اوس همدا خلک د طالبانو د نظام لابي ګران شوي او شته مطلق سانسور او جنډر اپارټایډ له جمهوریت سره یو شان بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د موبی ګروپ د مشر وروستۍ مرکې او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت عادي ښودل د ګڼو سیاسي او کادري شخصیتونو له لوري د جمهوریت د ارزښتونو د پښو لاندې کولو او د شخصي ګټو د خوندیتوب هڅه ګڼل شوې ده.

#ABN | #HalimFidai | #SaadMohseni | #MobyGroup | #ToloNews | #FreeSpeech | #AfghanistanNews