Home خانه

لوګر د سنځلو د ګلانو معطر کور!

لوګر د سنځلو د ګلانو معطر کور!

شېرمحمد امیني ستانکزی

sher20m 20stanekzai 200د غويي میاشتې له نیمایي د غبرګولي ترنیمايي پورې هر کال لوګر د سنځلو د ګلانو په معطرو بویونو او ښکلو رنګونو رنګینېږي.

د سنځلو دا معطر فصل د طبیعت یو له هغو نندارو څخه دی، چې نه یوازې د انسان روان ته ژور سکون او آرامي وربښي؛ بلکې فضا ته یو ډول جادويي ښکلا هم ورکوي.

د دې فصل پر مهال د سهار نسیم د سنځلو خوشبويي له ځان سره را اخلي، د لمر وړانګې له ګلونو سره لوبې کوي او د مرغانو نغمې د طبیعت په زړه کې یو ځانګړی ترنم غږوي. داسې ښکاري لکه طبیعت، چې د ښکلا پر جامه ځان ته سينګار ورکړي او د ژوند نوې هیله بیا راژوندۍ کړي.

په همدې موسم کې هرکال لوګري ولس د خپلې سیمې د فرهنګي ارزښتونو د نمانځلو لپاره یوه زړه راښکونکې مشاعره جوړوي. دا مشاعره ځان ته د شعر او ادب مینه‌ وال ورجلبوي او د ټول افغانستان له ګوټ ګوټ څخه شاعران، لیکوالان او فرهنګ پال په کې برخه اخلي.

په کلنيو مشاعرو کې شاعران خپل هنري احساسات، د طبیعت ښکلا، د وطن مینه او د خلکو دردونه د شعر په ژبه بیانوي. د يادې مشاعرې فضا له ادب، هنر، مینې او پیوستون څخه ډکه وي، نو په همدې توګه راغلي شاعران او ليکوالان د لوګر ولايت له فرهنګ او کلتور څخه پوره معلومات ترلاسه کوي.

سنځل ګل مشاعره یوازې یوه ادبي غونډه نه ده؛ بلکې د اخوت، مینې، یووالي او همدردۍ یو ښکلی پیغام هم له ځان سره لري. سنځل ګل مشاعره د هغو فرهنګي ارزښتونو انعکاس دی، چې زموږ خلک پرې ویاړي.

د دغې فرهنګي غونډې له لارې سیمه‌ ییز دودونه او رسوم ژوندي ساتل کېږي او همداراز د ځوانانو هنري استعدادونه هم را برسېره کېږي. دغه ډول فرهنګي ناستې زموږ د ټولنې د فرهنګي شتمنیو د بډاینې لامل ګرځي او زموږ دودیز هویت نورو ته لا زيات څرګندوي.

سربېره پر دې؛ دا ډول مشاعرې کولی شي، چې د سیمه‌ ییز اقتصاد پیاوړتیا ته هم زمینه برابره کړي او د شعر او ترنم له لارې د یووالي او پرمختګ پیغامونه ورکول کېږي.

په پای کې دا موږ ته ثابتوي، چې لوګر د سنځلو د ګلونو تر څنګ د علم، پوهې او فرهنګ کور هم دی، چې له غېږې یې د ښکلا، سکون او فرهنګ زمزمې اورېدل کیږي.  تمه ده، چې سږکال به هم په دې عطرینه خاوره کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره د دې ولایت د فرهنګپالو ولسونو له خوا جوړه شي او د ادب او فرهنګ مینه ‌وال به پکې ګډون وکړي.