رباني د افغانستان لپاره څه وکړل ؟
۱. احمد شاه بابا ته يې د يو يرغلګر خطاب کاوه او ويل يې که روسان يرغلګر وه نو احمد شاه بابا بې له شکه يرغلګر و، ولې يې د هندوانو خاوره اشغال کړې وه.
۲. له جنرال حمید ګل يې وغوښتل چې د افغانستان لپاره اردو جوړه کړه.
۳. د پښتنو د حساسيتونو د راپارولو اؤ د لږکيو د ملاتړ لپاره يې هڅه کوله چې د کابل په ځينو مشهورو ځايونو ايراني نومونه کېږدي لکه:
پښتونستان واټ=خیابان فردوسی
د کابل طب پوهنځی=دانشګاه پزکشي
کابل پوهنتون=دانشګاه کابل
اؤ نور.....
۴. د پاکستان جمهور رئیس فاروق لغاري افغانستان ته راغلی و. دوی ته يې ويل زه کولای شم په پښتو خبرې وکړم خو دوی ورته ويلي وه چې موږ په پښتو نه پوهېږو بيا هغه په انګريزۍ خبرې کړې وې او دوی ته ترجمه شوې وې.
۵. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال راډيو افغانستان ته ۳۰۰ ميليونه ډالر زيان رسېدلی و. د شل ولايتونو اؤ ولسواليو محلي ټلویزیوني دستګاوې او د اتلس ولايتونو راډيويي دستګاوې لمنځه لاړې وې. ۴۴ ګرځنده سينمايي دستګاوې لمنځه لاړې وې.
۶. يوازې د کابل د ښار د ښوونځيو د اړتيا وړ درسي مواد د ۱۵ ميليونو ډالرو په ارزښت لمنځه تللي وه.
نوټ: دا د تاريخ يو څه کوچنۍ کرښې دي نور يې په اړه بيا ليکم، که تاسو سره څه وي تاسو يې وليکئ.