Home خانه

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې

713763850 122120678529249259 2147860636574610841 nAد روسي رسنیو د راپورونو له مخې، روسیې له افغانستان سره د نوو پوځي او تخنیکي همکاریو په چوکاټ کې ژمنه کړې چې افغان پیلوټانو ته به روزنه ورکړي او روسي جوړې وسلې او پوځي تجهیزات به ترمیم او عصري کړي.

راپورونه زیاتوي چې د دواړو لورو ترمنځ وروستی پوځي-تخنیکي تړون د روزنې، تخنیکي ملاتړ، ساتنې او د پوځي تجهیزاتو د بیا رغونې برخې هم رانغاړي.

شنونکي وایي، دغه همکارۍ به تر ډېره د وسلو او تجهیزاتو پر ترمیم، لوژستیکي ملاتړ او د افغانستان د هوايي وړتیاوو پر پیاوړتیا متمرکزې وي.

#افغانستان #روسیه #پوځي_همکاري #افغان_پیلوټان #پوځي_تجهیزات #هوايي_ځواک #تخنیکي_مرستې #Afghanistan #Russia #MilitaryCooperation #BBEPashto