د فضیلتمآب حضرت مولانا احمد نبي محمدي، امیر حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د وفات په مناسبت د تسلیت پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی: کل نفس ذائقة الموت
« يا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلى رَبِّكِ راضِيَةً مَرْضِيَّةً فَادْخُلِي فِي عِبادِي وَ ادْخُلِي جَنَّتِي »
جهادي رهبر، روحاني شخصیت، مصلح، خیر غوښتونکی، د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي مشر فضیلتمآب حضرت مولانا احمد نبي محمدي د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان المعظم په ۱۵ نیټه د ورپیښې ناروغۍ له لامله په حق ورسید او د تل لپاره یې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.
“إنا لله و إنا اليه راجعون”
فضيلتمآب مرحوم محمدي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان ولس د جهاد په سیاسي ډګر کې یو وتلی، مخور او جهادي شخصیت و، خپل مخلصین، پیروان، قدرمن علماء، مشایخ او مخور ملي شخصیونه یې د خپل پلار مرحوم مولوی محمد نبی محمدي تر رهبرۍ لاندې د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان تر سیوري لاندې راغونډ کړل او د هیواد د اشغال له لومړیو یې د یاد سیاسي او جهادي تنظیم د نائب په توګه د نورو مجاهدینو تر څنګ د یرغلګرو په خلاف جهاد ته پداسې توګه ادامه ورکړه، چې د جهاد په دوران او د مجاهدینو تر بریا وروسته د هیڅ ډول کورني اختلاف او کشمکش غوښتونکی نه و.
فضیلتمآب مولوی احمد نبي محمدي د خپل هیواد او ولس سره خورا ډیره مینه درلوده، د هجرت او جهاد په دوران کې یې د ژوند هره شیبه د خپلو هیوادوالو خدمت ته وقف کړې وه. همدارنګه مرحوم د جهادي مشرانو او مجاهدینو په منځ کې یو خاص مقام او د مجاهدینو او د افغان ولس په زړونو کې یې بی شانه محبوبیت درلود.
د خپل مرحوم معظم پلار تر وفات وروسته د گوند د علماء شوراء د فيصلې په اساس د خپل پلار ځایناستئ او د گوند د امير په توگه و ټاکل شو. دغه ملي او روحاني شخصیت د خپل ویاړمن ژوند په اوږدو کې د هیواد د سیاسي تحولاتو په بهیر کې رغنده او اغیزمن رول درلوده.
د لوی عظیم سختن تعالی د دربار څخه مرحوم ته د هغه د اسلام او هیواد نه د دفاع په لار کې د جهاد او همدارنګه د یو با ثباته افغانستان په جوړولو کې د هغه د پاکې سیاسي مبارزې په بدله کې مغفرت ورپه برخه او جنت فردوس یې ځای کړي.
د مرحوم د مړینې په مناسبت خپل د تسلیت مراتب د هغه درنې کورنۍ ، مجاهدینو، علماء کرامو او ټولو دوستانو ته وړاندې کوم.
“إنا لله و إنا اليه راجعون”