نجات څلی د افغانستان د شلمې پېړۍ د لومړیو سیاسي بدلونونو له یوه مهم سمبول سره تړلی دی
دا څلی د نادرشاه د واکمنۍ له پیله وروسته د هغه سیاسي روایت په چوکاټ کې جوړ شو چې د حبیبالله کلکاني د لنډمهالي حکومت سقوط یې د «سقاوي دورې پای» او د «دولت نجات» په توګه تعریفاوه. له همدې ځایه د څلي نوم «نجات» وټاکل شو، څو د نوي سیاسي نظم مشروعیت په یو فزیکي او دوامدار سمبول کې تثبیت کړي.
له تاریخي پلوه، دا څلی یوازې یو معمارانه اثر نه ګڼل کېږي، بلکې د قدرت د انتقال د روایت یوه څرګنده نښه ده. د افغانستان په سیاسي تاریخ کې داسې یادګارونه ډېری وخت د واکمنو لورو د مشروعیت د پیاوړتیا او د مخالفو دورو د بېاعتبارولو لپاره کارول شوي دي.
د حبیبالله کلکاني دوره د ځینو تاریخپوهانو له خوا د لنډمهالي او بېثباته حکومت په توګه یادېږي، چې په کې د ټولنیزو محدودیتونو بېلابېل اقدامات هم ثبت شوي دي. په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او د ښوونځیو د فعالیتونو په برخه کې محدودیتونه د هغه د حکومت له مهمو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. دا ټکی د معاصر سیاسي بحث په کچه مهم دی، ځکه ځینې شنونکي د کلکاني د حکومت ځینې تګلارې د طالبانو له اوسني فکري او عملي چوکاټ سره د ورته والي په رڼا کې تحلیلوي.
په معاصر افغانستان کې طالبان هم د ښځو پر تعلیم، د ښځو پر کار، او د ټولنیزو آزادیو پر محدودولو سره داسې پالیسۍ عملي کوي چې د کلکاني د دورې له ځینو تګلارو سره فکري او ساختاري ورته والی لري. دواړه تجربې د دیني تعبیر د سختدریځو قرائتونو، د ټولنیز کنټرول، او د مدني آزادیو د محدودولو پر محور راڅرخي. البته، دا ورته والی د تاریخي، سیاسي او جوړښتي توپیرونو له کبله بشپړ هم نه شي ګڼل کېدای، خو د تګلارو په سطحه د پرتله کېدو وړ بحث جوړوي.
د همدې تاریخي او فکري شالید په رڼا کې، د نجات څلی بیا د اوسني سیاسي اختلاف مرکز ته راغلی دی. د راپورونو له مخې، طالبان د دغه څلي د ړنګولو اقدام کړی. د دې اقدام تر شا یو مهم فکري دلیل دا ګڼل کېږي چې طالبان دغه څلی د داسې تاریخي روایت نښه بولي چې د دوی له مشروعیتي روایت او تاریخلیک سره ټکر لري، په ځانګړي ډول هغه روایت چې کلکاني د یوه مخالف او «نامشروع» واکمن په توګه انځوروي. په لنډه ډول، طالبان نه غواړي د هغه چا پر ضد کومه نښه شتون ولري چې د دوی ایډیال وي او فکري یووالی ورسره لري.
په مقابل کې، دا اقدام د تاریخي حافظې د بیا لیکلو یوه بڼه ګڼل کېږي. ځکه یادګارونه یوازې د تیرو پیښو فزیکي نښې نه وي، بلکې د ټولنې د جمعي حافظې برخه وي. د داسې سمبولونو له منځه وړل، د تاریخ د څو اړخیز تعبیر پر ځای د یوه واحد رسمي روایت د تحمیل معنا هم اخیستلی شي.
په دې توګه، د نجات څلی یوازې یو تاریخي جوړښت نه دی، بلکې د افغانستان د سیاسي تاریخ د روایت، د مشروعیت د تعریف، او د دیني-سیاسي تعبیرونو د ټکر یو څرګند مثال ګرځېدلی دی.