شهید ه ناهید صاعد!
پوره ۴۵ کاله وړاندې، د ۱۳۵۹ هجري شمسي کال د ثور په نهمه نېټه، هغه مهال چې ببرک کارمل د حکومت لومړی کس و، په کابل کې د نجونو زده کوونکو او محصلینو سوله ییز لاریون په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو.
په دې پېښه کې، ناهید صاعد چې د رابعه بلخي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې وه، له نورو زړورو نجونو لکه وجیهه خالقي، جمیله، سلطانه، آمنه، سلما، صالحه، شکریه، مرضیه، صابره او نورو سره یو ځای، د «روسان دې زموږ له خاورې ووځي!» او «آزادي، آزادي!» شعارونه ورکول او واټونو ته راوتلې وې.
هغوی خپلې سپینې پړونې د سرتېرو پر لور وغورځولې او په زړورتیا یې وویل:
«که تاسې نه شئ کولای روسان وباسئ، نو څادر واغوندئ او ټوپکونه موږ ته راکړئ!»
خو دا سوله ییز حرکت د ځمکې او هوا له لوري په سخت تاوتریخوالي ځواب شو او ډېری دغه نجونې شهیدانې شوې.
د ناهید یو خپلوان، چې هغه وخت د اماني لېسې زده کوونکی و، په ژړا او درد سره وویل:
«د ناهید بې ساه جسد په ۴۰۰ بستریز روغتون کې بند ساتل شوی و. د شپې له خوا یوازې د کورنۍ څو غړو ته د واسطې په مرسته د خدای پامانۍ اجازه ورکړل شوه. ګولۍ یې سر سوری کړی و او لا هم وینه ترې روانه وه.»
نن ورځ، د شهیدې ناهید مزار د صالحینو شهیدانو په هدیره کې، که څه هم هېر شوی ښکاري، خو د ملت په حافظه کې تلپاتې پاتې دی.
د ثور نهمه، د کابل د نجونو د مقاومت ورځ ده او هېڅکله به هېر نه شي