Home خانه

خلکو ويل ډاکټر نجيب يې په دار ځړولی زه هم سيل ته وراغلم

خلکو ويل ډاکټر نجيب يې په دار ځړولی زه هم سيل ته وراغلم

Screenshot 2026 05 04 190632Aپنځه ډزه د سر په کيڼ اړخ لږيدلی و!؟ يو ريکشه وان راته ويل نوی زلمی وم، خلکو ويل ډاکټر نجيب يې په دار ځړولی زه هم سيل ته وراغلم. د نجيب له جسد سره نږدې ولاړ وم د سر په کيڼ اړخ پنځه ډزه لږېدلی و، پرتوګ يې کش شوی و.

په لاسونو کې یې سګرټ ايښودل شوي وه، په خوله کې وسله والو پیسې ورمنډلې، د کلاشنکوفو په کنداغونو اؤ برچو يې وهلو، وسله والو خندا ګانې کولې او د الله اکبر چيغې يې وهلې.

زما بې اختیاره له سترګو اوښکې روانې وې ، ډېره بده صحنه وه.

د رمزي په کتاب ^ نا ويل شوي حقایق ^ کې مې لوستل چې د اسامه بن لادن ملګری رمزي وايي ډاکټر نجيب په دار ځړول شوی و موږ د القاعده شبکې غړي راغونډ و اؤ يو بل ته مو د کمونست نجيب د مرګ مبارکيانې ورکولې او د خوشحالۍ جشنونه مو نيول.

يو چا راته کيسه کوله کله چې له دوه ورځې انتظار وروسته نعيم کوچي ته د نجيب د جسد د راښکته کولو اجازه ورکړل شوه د لوګر لاره وسله والو د هغه خلکو پر مخ وتړله چې د نجيب جنازې ته تلل.

پلار مې ويل چې د نجيب د جسد د راښکته کولو په وخت د نجيب د خور خاوند هم و، د نجيب په جيب کې يو کاغذ و. هغه يې د نجيب له جيب راوکښلو نجيب ليکلي وه: ما په شادو شمشېره کې خښ کړئ، که هلته چا نه پرېښودم د شهیدانو په تپه کې مې خښ کړئ او که هلته هم چا نه پرېښودم نو بيا مې پلرنۍ هديرې ته يوسئ.

دا ليک نعيم کوچي له لوړ پوړو سره شريک کړ، وايي نعيم کوچي وويل چې ملا رباني راته وویل چې جسد يې انتقال کړه او جنازه يې مکوه.

نعيم کوچي وويل چې ما رباني ته وويل چې دا د ټول احمدزي قام د عزت مسئله ده اؤ که ما څوک د نجيب جنازې ته پرېنږدي بيا چې هر بغاوت جوړ شو. مسئولیت یې هغه چاته راجع چې ما له جنازې منع کوي.

#افغانستان #وطن #اسلام #هيواد #تعليم #حالات #منظوراحمدپشتین #فلسفه #Alerta #فلسطيني