Home خانه

ملي اتل فرقه مشر فتح‌ محمد خان میرزاد

ملي اتل فرقه مشر فتح‌ محمد خان میرزاد:

677308361 1476222244005373 6703440321252869996 nد حبیب الله کلکاني (بچه سقا) په وړاندي لومړی وسلوال پاڅون ښاغلي "میرزاد" وکړ؛ نوموړی یو تن روڼ‌اندی هزاره افغان وو او د شاه امان الله خان د اصلاحاتو سرسخت پلوی وو.

‏د کلکاني واک ته رسېدو سره سم"میرزاد" د هزاره‌ګانو لښکر منسجم کړ، او هزاره جاتو کي یې چریکي جګړې وکړې.

‏فرقه مشر "میرزاد" د "بچه سقا" د مخنیوي لپاره د چریکي او جبهه‌ای جګړې عالي دکترین تدوین کړ، چي د "اوني کوتل" په محاصرې سره یې د "بچه سقا" لاسونه له هزاره‌جات لنډ کړل؛ له همدې کبله نوموړی د "فاتح اوني" په لقب هم یادېږي.

‏فرقه مشر میرزاد د "ببرک کارمل" د واکدارۍ پر مهال د کابل ښار شپږمه ناحیه کي د خپل کور مخ ته د شمالي د غلو لخوا په ۹۰ کلنۍ کي په شهادت ورسېد.

‏ببرک کارمل د نوموړي د وژنې د عامل موندلو هیڅ هڅه و نه کړه؛ د فرقه مشر د کورني غړي وایي، چي د شهادت اصلي لامل یې د "بچه سقا" پر وړاندي مقاومت وو!کاپی