Home خانه

ميرنشاه تاريخي کندي

ميرنشاه تاريخي کندي

682491437 853482447760951 3455598975679286871 nد اوروګون وسلوالۍ اړوند د «ميرنشاه تاريخي کندي» جلاد دګيلاني د‌محاذ ملي ډالي غړی ملا ګړډی وه، په زرګونه بي ګناه افغانان يې دمرغانو، لیوانو ، سورلنډيو، او ګيدړو خوراک کړل!

د هغه وخت حکومت عسکر ، معلم، مامور او يا کوم بل شکمن کس به چي دوی د حکومت سره د کار په تور ونيو ، له تحقيق وروسته به ملا ارسالا رحماني د کفر فتوا ورکړه او پريکړه به يې وکړه چي د «ميرانشاه کنډي » ته يې وليږئ!.

له فتوا وروسته به د پښانو دغره دغه ځاي ته بيول، لاسونه او سترګي يې ورتړلي بيا به يې په څټ کي دڅيړۍ په کلک لرګي چ ځای خلک يې« ډوبالۍ بولي»وهه او هلته به يې له لوړ کمر.څخه کښته کندي ته وغورځاوه ! قاتل به ويل چي پلاني ،معلم‌،مامور ،افسر او ان ملا مي د ميرانشاه کندي ته د تل لپاره وليږه ! زموږ د ليسی ملا يې شيرجان يې هم هم دلته قتل کړ!

دغه لړی د ۱۳۵۸ کال څخه نيولي بيا تر ۱۳۶۷ پوري تر څو د نجيب رژيم دغه سیمه خوشي کړه روانه وه!!

Dawar Khan Noori

د خوست ولایت د اسمعیلو خیلو ولسوالی اړوند د ارخیلو کلی یو معلم چی عقل خان نومیده نوموړی په زیړوک ولسوالی کی معلم و په 1358 کال کی تری تام تر نن ورځی لا درک او ددغی کندی خوراک شو. پیغله ښځه یو زوی او لور پاته شول.

چا چی شهید کړی وی الله د خپله فصاص واخلی.

دا یوه پېښه نده په زرګونو نوره ورته پېښی شته دی

Shah Mahmod Momand

باقی دې الله رحم وکړی

او د هغه وخت ظالمانو جنایتکارانو او د پاکیستان جاسوسانو او لوټماران دې الله تبا او برباد کړی

که یی پخوانی جاسوسان ؤ که یی اوسنی جاسوسان دې او که په راتلونکی کی نور جاسوسان وی سپک ورک او رسوا دې شی

افغانستان یی تبا کړی او اوس یی هم تبا کوی .

Maruf Asil

د افغانستان پارلمان کې مې ارسلا رحماني سره د مسلکي کارپوه په صفت د معدنونو په قانون کار کاوه

نو کله چې د معدنونو د ملکیت ماده راغله ما د هیواد اساسي قانون په اساس لیکي ؤ چې کانونه د دولت ملکیت ده

نو ښاغلي په مستقیمه توګه راته وویل چې ته کمونستي فکر لرې کوم معدن چې د چا په ملکیت کې کشف شو هغه د هغه کس یا قوم ملکیت ده

نو کله مې چې د کشف سروې استخراج او بازار موندنې په څرنګوالي ترې وپوښتل مقنع ځواب یې نه درلود

باور وکړئ دغه قانون په کلونو کلونو د همدې او ورته مادو دې نه تصویب له وجهې پاتې ؤ او حکومت د کانونو په اړه هیځ اقدام نشو کولای

وطن به ځنګه پرمختګ کړی وای

صهرا پکتياواله

که خلقيانو پر چميانو او کمونسټانو دخنځير بچيانو

پر سردار محمدداوودخان کودتانواي کړي او هغه يي په شهادت نواي رسولاي داسي حالات به به هيڅ کله پر افغانستان نواي راغلې

ټوله همدا دخنځير بچيان وه

چي پاکستان او شوروي ته يي دمداخلي زمينه برابره کړه

یوسف تنها

دافغانانو لپاره دپکستان صدراعظم کمونیست سیکولر بهتو او دای اس ای تور سازمان ګاوبدین سیاف ګیلانی مسعود ربانی مجددی تربیه کړل چه داسلام انسانیت او افغانیت دټولو اصولو خلاف کارونه یی کول

Saleem Wardak

هو، د ده دسر دمجاهد ښځه په خره وغیم دا د بیناموسه زامن او هیواد پلوري.

عرفان داوری

ګیلانی خبیث انګریزي ووه دا مظلوم عسکر انګریزانو شهیدان کول دا پیر خبیث داسی جنایتکار سړی وه لعنت پر داسی خرکوس پیر

Amir Amanullah Khan

په خداي قسم داهرڅه رشتيا دي

زه دخوست په ولايت چي هغه وخت حمراني وه له ملا جلا الدين حقاني

سره موجاهل وم 57 نفره دافغان وسلوال فوځ افسران اوسرتيري ورته تسليم اوسير شوه ديادو سرتيرو اوافسرانو څخه به يي ټوله وينه دسيروم په ذريعه ويستله ترڅوبه ستيرو ژوند له لاسه ورکړ او مړه به شول ورسته به يي دهغو جسدونه په کندو کي واچول تيزاب به يي ورباندي وپاشل دجسدونو به غوشي اوهډوکي خاوري ايري شوه

ما ددي مخالف وکړ چي داغير انساني کړني مه کوي خوزه يي 3 مياشتي په توره تياره ښمڅه کي بندي کړم له دريومياشتو ورسته يي راخوشي کړم هغه هم په ډيرو واسطو عوز زاريو او 50000 کلداري زما ورورورکړي وي زه يي راخوشي کړم

ورک تنها

دی خلکوته خلک بیامجاهیدین وای اوشهیدان یی بولی په ترکی اوحاف الامین اونجیب باندی داتورونه لګول کیژی خودوی بیاڅوک نه یادوی

Abdullah Afghan

دسی ډیرځایونه شته یوښه مثالی پکتیاولایت اریوب ځاځی ولسوالی سپین شګه په دعه ځای کی دحکمتیار په امری ډیر افغاناني حلال کړی دی قصبان موجودو دانسانانو دحلالو لپاره دعه ځای اوس ښه مشهورځای دی.