Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس په اداري غونډه کې ګډون وکړ

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، وږي ۱۷مه

assitant logar 1 200د لوګر د پوهنې رئیس د والي مرستیال په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونۍ په جوړه شوې اداري غونډه کې نن برخه واخیسته. 
دغه غونډه چې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې د والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده" په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.

 

assitant logar 1 380assitant logar 2 380assitant logar 3 380

په دې غونډه کې له اجندا سره سم د یو شمیر ریاستونو له خوا دغې غونډې ته د شویو وړاندیزونو د پریکړو په اړه بحث او وړ تصمیمونه ونیول شول. 
د یادولووړده، چې دغه غونډه په هره اوونی کې یوځلې د هرې دوشنبې په ورځو جوړیږي او پکې د ریاستونولخوا د شویو وړاندیزونو د پریکړو په اړه بحث او خبرې کیږي.