Home خانه

ویاړلو افغانانو !!

ویاړلو افغانانو !!

Screenshot 2026 03 08 235057AAالحمدلله نن افغانان د هیواد په ګوډ ګوډ کی دپکستان دتیری او هوایی بریدونو په وړاندی او دخپلو سرتیرو په پلوی کی سترستر لاریونونه را وتلی وه، دوی د پکستاني پوځي رژيم د بمبارد خلاف غږونه پورته کړل او تیاری یی وښدله چی دجګړی لپاره کرښی ته لاړی همدارنګه اسلامی امارت له مشرانونه یی دتګ اجازه وغوښتله.

پرګران هیواد او ولس د ننګ په ویاړ !

موږ هیڅکله جنګ نه غواړو، دجګړی په تباهی تر بل ولسه ډیر پوهیږو، ځکه د۴۸ کاله دوه یرغلونه او جګړو نه سخت ستړی یو، دردونه شهیدان کوڼدی یتیمانو نه مو هیواد ډک دی هدیری مو تر غرو ورسیدلی

که یو هیواد مو خاوره یرغل یا ورباندی تیری وکړی، دالله عزوجل ډیر شکر دی چی افغان ولس یو میړنی او توریالی خلک دی تل د یو غښتلي ملت په توګه، دخپلې خاورې څخه د سرښندنو په بدل یی دفاع کړې.

په پایلی کی نن یوزل بیا پر وطن د ننګ وخت دی او له همدې امله موږ له ټولو هیوادوالو غواړو چې، د پکستان دیوی نجسی کړی خنځیرو جنرالانو د ظلم وحشت او تیري په وړاندی خپل مسولیت ادا کړو، دا کار که په قلم وی، که مادی وی یا معنوی وی، هیله ده تر سره یی کړی

ومن الله توفیق