Home خانه

د بريتانيا د کورنيو چارو پاکستانۍ وزيره شبانه محمود پر افغان محصلينو د تحصيلي ويزو له بندولو وروسته په تبعيضي چلند تورنه شوې ده

د بريتانيا د کورنيو چارو پاکستانۍ وزيره شبانه محمود پر افغان محصلينو د تحصيلي ويزو له بندولو وروسته په تبعيضي چلند تورنه شوې ده

649180029 1376879984467947 8826522113826590853 nد دغې پاکستانۍ الاصله بريتانوۍ وزيرې هغه پرېکړه چې د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو پر زده کوونکو يې تحصيلي ويزې بندې کړې دي او په مقابل کې يې پاکستانيانو ته ځينې امتيازات ورکړي، د غبرګونونو يوه لويه څپه پورته کړې او هغه يې د افغانستان پر ضد له واک څخه په ناوړه استفادې تورنه کړې ده: «دا مهال تر بل هر هېواد بريتانيا ته زيات پاکستاني محصلين داخلېږي، چې ډېری يې له زده کړو وروسته هم خپل هېواد ته نه ستنېږي او په بريتانيا کې پناه اخلي، خو نوموړې د دې عيني واقعيت خلاف پر افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو ويزې بندې اعلان کړې دي.»

دغه محصلين وايي، په افغانستان کې موجوده شرايطو ته په کتو پر افغان محصلينو او په ځانګړي ډول پر نجونو د بريتانيا د تحصيلي اسانتياوو مخه تړل تبعيض، ظلم او زياتی دی.

بريتانيا کې پر زده کړو د بوختو افغان محصلينو د معلوماتو پر اساس: «دغه هېواد ته په تحصيلي ويزو ۷۰ سلنه پاکستانيان او پاتې ۳۰ سلنه محصلين د افغانستان په ګډون بنديز کې د شاملو نورو هېوادونو وګړي دي. د پاکستان ۹۶ سلنه محصلين د زده کړو له بشپړولو وروسته بريتانيا کې پاتې کېږي او همالته پناه اخلي. ايله ۴ سلنه يې بېرته هېواد ته ستنیږي، خو د دې لوی عيني واقعيت خلاف پاکستانۍ وزيره د افغانستان پر محصلينو بنديز لګوي.»

منتقدینو د بريتانيا له حکومت څخه غوښتي، چې پر دې پرېکړې او د شبانه محمود پر پاليسۍ بیاکتنه وکړي.