پاکستان په بشپړ ډول د امريکا تر کنټرول لاندې دی
پاکستان په بشپړ ډول د امريکا تر کنټرول لاندې دی. که پاکستان وغواړي چې له دې کنټروله ووځي، نو زموږ په برخه به له تباهۍ او بربادۍ پرته بل څه رانشي. د پاکستان ټول نظام په مصنوعي ډول، لکه د وینټیلیټر په مرسته روان ساتل شوی دی، او د هغه واګې د امريکا د رحم او کرم سره تړلې دي.
د ازادۍ او خپلواکۍ تصور اوس داسې يو خوب ښکاري چې تعبير يې د پاکستان په برخليک کې نه دی ليکل شوی. موږ له لومړۍ ورځې غلام قوم وو، او تر نن ورځې پورې د غلامۍ طوق پر غاړه لرو. هغه ازادي چې موږ ته يې خوب راښودل شوی و، ايا رښتيا هم رښتينی خوب و؟
پاکستان يو ازاد هېواد بلل کېږي، او ويل کېږي چې څوک زموږ پر لور په بده سترګه نه شي کتلای، ځکه موږ اټومي ځواک يو. خو د دفاع وزير Khawaja Asif زموږ دا خوب په خاورو کې خاورې کړ، کله چې يې د پاکستان د اقتصادي حالت يادونه وکړه او ويې ويل چې هېواد تباه حاله دی، په مصنوعي ډول د امريکا په مرسته پر وینټیلیټر ژوندی ساتل شوی، او ټول کنټرول يې د امريکا د رحم او کرم سره تړلی دی.
په بل عبارت، هغه موږ ته په څرګندو ټکو کې زموږ حيثيت را وښود او ولس ته يې دا پيغام ورکړ چې که خپل وجود ساتل غواړو، نو بايد د امريکا د غلامۍ پر بنسټ ژوند وکړو؛ کنه زموږ وجود به له يوه مړه بدن څخه کم نه وي.
د هغه د بيان له اورېدو وروسته، د ازادۍ تصور ساتل ډېر ستونزمن ښکاري. ښايي موږ د يوې غلامې ټولنې په توګه د ژوند د وروستيو ساهګانو د پوره کولو لپاره يو بل تکيهځای ولټوو.
خو پوښتنه دا ده چې موږ دې حالت ته چا راورسولو؟ هغه کسان خو نن هم موږ ته د وطن سره د وفادارۍ کيسې کوي، خو حالات يې برعکس انځور وړاندې کوي.
د غلام کار څه وي؟ دا خو د امريکايي واکمنانو مهرباني ده چې له خپلو غلامانو سره کښېني، ډوډۍ ورسره خوري، او ګډ انځورونه ورسره اخلي.
ليکوال: محمد سليمان صديق
پښتو ژباړه:اصل دين ځدراڼ.