Home خانه

په دوی کي اوس اکثره د جمهوریت کارمندان دغه وظيفه مخته وړي

په دوی کي اوس اکثره د جمهوریت کارمندان دغه وظيفه مخته وړي

644041466 1249235584082656 6363719784162057425 nاروپا ميشتو خو دا څو ورځي پوره هڅه وکړه چي د پنجاب او پنجاب غلام رژيم دا پلان کړې جګ‌ړه د ملي دفاع جګ‌ړه او جهاد وښيي.. دوی چي دا څه موده اخته دي د طالب رژيم د سپينولو هڅي کوي دا ټول فعاليتونه دوی د پي ټي ايم په جامه کي کوي ځکه چي بل داسي بې داغه چتر نسته چي هلته دوی خپل اهداف تعقيب کړي. په دوی کي اوس اکثره د جمهوریت کارمندان دغه وظيفه مخته وړي.

نن مي د منظور پښتون سپيس اوريدئ يوه ښاغلي اروپا ميشتي پوره هڅه وکړه چي په منظور دا خبره وکړي چي دا مهال تا.لبي رژيم او پنجاب په ريښتينې د.ښمني او جګ‌ړه کي سره لاس او ګریوان دي. خو منظور برعکس ډيرو مهمو نقطو ته اشاره وکړه چي پکي سيمه ايزه شخړه، د ايران شخړه او همدارنګه په افغانستان کي د نظامي تجهيزاتو د له منځه وړلو پلانونه ؤ. دغه ښاغلي په استدلال کي د تا.لبي رسنيو هغه تبليغات ورته په ګوته کړل چي داسي هيڅ راپورونه تر اوسه نسته يوازي همدا چي بیګناه افغانان پکي په نښه سوه نو منظور ورته کړل چي هغه چغا.لي عادت خو د پنجابي مورزاده دی ( يعني لدې عادت ور ها خوا نور څه يې هم کړي چي هغه له رسنيو پټ ساتل سوي دي).

په هر صورت مخکي مو ويلي ؤ چي پر ايران بر.يد حتمي دی کيږي او دا دی وسو. اوس پدې بر.يد کي يوه خوا هڅه کوي چي خميني رژيم ختم کړي او پهلوي رژيم رامنځته کړي خبره خلاسه. خو امريکا يې هغسي نکوي. امريکا نه يوازي د خميني رژيم نسکورېدل غواړي بلکې د ايران ماتول غواړي د ايران تجزيه غواړي تر څو خپل کرغيړن اهداف تعقيب کړي نو ګورو به چي څه کيږي البته دا یادونه لازمي ګڼم چي د ايران په موضوع کي د افغانستان ګټه يوازي د رژيم په بدلون کي ده. تجزيه يې افغانستان ته هم اغيزه ورکوي.

د ايران څخه سمدستي وروسته د افغانستان نوبت دی. د افغانستان موضوع تقریباً د امريکا له واکه وتلې ده. د افغانستان موضوع د نړيوالي ټولني بالخصوص د ناټو او اروپايي متحدينو په لاس کي ده خو امریکا په هيڅ حالت کي له خپلو کړنو لاس نه اخلي. د پنجاب او تا.لب اوسنې جګ‌ړه د سي آی اې طرحه کرې جګ‌ړه ده چي که دغسي دوام ومومي او د پلان سره سم مخته ولاړه سي نو کيدای سي د افغانستان موضوع امريکا بيرته پخپل لاس کي واخلي. خو که هغسي ونسي کيدای سي د ايران په تجزيه کولو سره د افغانستان تاوان پوره کړي‌. خو اوس مهال د افغانستان خبره ټوله په اټکلونو کي روانه ده. څه به وسي څه به ونسي دا به په وخت سره ښکاره سي.

پدې وروستیو کي ډير د پي ټي ايم په چتر کي سياسي فعالان اروپا ته ولېږدول سوه او هلته يې فعالیتونه پيل کړل. له همغه ځايه تبليغاتي جګ‌ړه مخته وړي چي ګواکې د تا.لب او پنجاب جګ‌ړه د افغانستان د ملي دفاع جګ‌ړه ده. خورا تاوده کمپاينونه ورته روان دي. خو ټوله به نه وي البته يو شمير دغه کمپينران په اصل کي د سي آی اې لخوا پنجابي پوځ ته ورکړې طرحه حمايه کوي. که چيري دا طرحه کاميابه کيږي نو شايد د جمهوریت او تا.لبي رژيم يو شمير څيري پر نوي نظام سره راټول سي او د امريکا ګټو ته کار وکړي چي اشارې يې د د تا.لبا.نو لخوا په وروستیو بيانونو کي هم سته.

نوټ: عکس د اوسنيو تمثيلي د.ښمنانو د زړې يارانې دی.

ملت یار