بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ
هغه څه چې یو مسلمان افغان باید پری وپوهېږي!
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام على أشرف الأنبیاء والمرسلین سیدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعین، إلى یوم الدین.
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…
هغه څه چې یو مسلمان افغان باید پری وپوهېږي!
ګرانو هېوادوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
دامر بالمعروف او نهی عن المنکر څوارلسمه برخه.
افغانستان زموږ ګډ کور، زموږ ویاړلی تاریخ او زموږ د اولادونو راتلونکی دی. د دې خاورې ساتنه او ابادي یوازې یو انتخاب نه، بلکې زموږ ملي، اسلامي او وجداني مسؤلیت دی.
د افغانستان دفاع فرض عین ده، او موږ ټول افغانان د همدې فرض عین په نیت د افغانستان له خپلواکی، ځمکنی بشپړتیا او ملي ارزښتونو څخه په سر، مال او قلم دفاع ته ولاړ یوو، ان شاء الله.
راځی چې په یووالي، ورورولی او متقابل درناوي سره خپل هېواد پیاوړی کړو. د اختلاف پر ځای اتفاق، د نفاق پر ځای اخوت، او د بې باوری پر ځای باور ته وده ورکړو. زموږ ځواک زموږ په یووالي کې دی، او زموږ بریا زموږ په ثبات، علم، کار او تعهد کې نغښتې ده.
هر افغان که په هر مسلک، قوم، ژبه او سیمه پورې تړاو لري د دې خاورې یو مساوي او باعزته اولاد دی. راځی چې د سر، مال او قلم په وسیله د سولې، ثبات، پرمختګ او عدالت لپاره کار وکړو، څو راتلونکو نسلونو ته یو امن، اباد او باعزته افغانستان پرېږدو.
الله تعالی دې زموږ وطن، زموږ ولس او زموږ راتلونکی خوندي او روښانه وساتي.
یووالي، ایمان او وطنپالنه زموږ لار ده
ګرانو او قدرمنو هېوادوالو!
راځی چې د خپل ګران افغانستان د سولې، عزت او ثبات لپاره لاسونه دعا ته پورته کړو:
یا الله !
ته زموږ وطن افغانستان ته تلپاتې سوله، امن او سوکالي ورپه برخه کړه. زموږ زړونه په یووالي، ورورولی او متقابل احترام سره سره وتړه. زموږ وطن له هر ډول فتنې، نفاق او بدمرغی څخه وساته.
یا رب العالمین!
هغه کسان چې زموږ د هېواد د ورانی، بې اتفاقی او ظلم اراده لري، ته یې مکاری په خپله پر هغوی واړوې، ذلیل او خوار یې کړه، او زموږ ولس د هغوی له شر څخه خوندي وساته. زموږ سرحدونه، زموږ ځمکه او زموږ ناموس د خپل قدرت په سیوري کې محفوظ کړه.
الهی!
موږ ته حکمت، صبر، استقامت او رښتینی اخلاص راپه برخه کړه، څو د سر، مال او قلم په وسیله د خپل وطن د ابادی او دفاع توان ولرو. زموږ ځوانان د علم، تقوا او خدمت په لاره برابر کړه، او زموږ مشران په عدل او انصاف ټینګ کړه.
یا الله!
افغانستان ته عزت، اسلامي وحدت او روښانه راتلونکی نصیب کړه. آمین یا رب العالمین.
اللهم انصر الإسلام والمسلمین، وأذل الکفر والکافرین.
اللهم أعِزَّ الإسلامَ والمسلمينَ في كلِّ مكانٍ وفي كلِّ زمان،
وانصر عبادكَ المؤمنين، واحفظهم بحفظك يا ربّ العالمين.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ.
او سلام دی وی پر هغه چا چی دهدایت نه پیروی کوی
قاضی لودین .