خداى دې داسې حيران کړه، لکه زه دې چې حيران کړم!
اسراٸيل که اسلام آباد؟!
ليکنه : عاطف غرنيوال.
د پاکستان مسلمان ملت کلونه و ځورېد، ځوانان او د خپل حق غوښتونکې يې څوک ترى تام او څوک د تورو زندانونو په بندخونو کې د بېکسۍ شپې او ورځې سباکوي، خو رياست وايي" نظام يې د حضرت رسول الله ص د مدني نظام له جوړښت سره ورته دى."
نن خلک شعار پسې نه، بلکې د حقيقتونو په لټه دي، چې د شعار او عمل تر منځ د توازن په برابرولو کې رياست نه يوازې پاتې راغلى، بلکې دومره بې وسه شوي، چې آن د خپل شعار بار يې لکه د يو معيوب انسان پر اوږو د تېږو د دروند بار په څېر شوى، چې له هرګام سره پر ځمکه را غورځېږي.
له يوې خوا د دې شعار دروند وزن، چې نظام يې د صحابه کرامو د نظام سره ورته دى، له بلې خوا د رياست دابې وسي، چې د رياست د ستر حاکم / امريکا له لورې دا هدايت بايد پرځاى کړي، چې د بيت المقدس (د مسلمانانو دوهمې ) کعبې د ساتونکو سره د يهودو په ملاتړ ميدان ته را ودانګي، حيران دريان ولاړ دى، چې څه وکړي؟!
په کليوالي سېمو کې په خوږو او ساده لهجو د خلکو کليوالي خبرې ډېرې خندوونکي او جالبې وي.
وايي، چې له يو کوچي نه، چې د خپل پير ډېر تابع و او په هره ستونزه کې به يې اول پير صېب راننګاوه، يوه ورځ چا پوښتنه ورڅخه وکړه، چې الله ج ډېر درباندې ګران دى او که پير صاحب؟!
کوچى، چې له يوې خوا هر قدم او هرکار د پير په نامه را ننګولو کوي، له بلې خوا مسلمان دى او الله ج پيدا کړى دى، په ډېر تعجبي انداز سره وويل، خداى دې داسې حيران کړه، لکه زه دې چې حيران کړم!
که الله ج يادوم پير صاحب خفه کېږي او که پير صاحب يادوم، الله ج خفه کېږي.
نو اوس د پاکستان رياست، چې د څو ګوتو په شمار کسانو لخوا يې پاليسي کنترولېږي، دغه څوکسه له دغه دوه انتخابونو بايد يو وټاکي، الله ج يا پير صېب.
خو د پاکستان شاليډ او تېرو کړنو ته په کتو، چې تل يې د واک او کړنو پاليسي بې د عوامو، ملت، ګوندنو او مذهبي کسانو له نظر او غوښتنو خلاف د ګوتو په شمار څو کانو لخوا پلي کېږي، داسې ښکاري، چې د ستر رهبر خفګان ورته سره کرښه ده، ځکه پاکستانى رياست لکه څنګه چې اوس د هيواد لوى اهداف او ملي ګټي د څو کسانو د خپل ليد پر بنسټ تعريفيږي، په تېر کې يې هم دغه ډول کړۍ او کسان درلودل، چې د دغه کړنو خورا جالبه داستانونه لري، چې د خپلو ګټو لپاره څنګه د اسلام له نومه ګټه اخلي، د خپلو خلکو د هيلو او غوښتنو خلاف څنګه د ټول هيواد په برخليک لوبي کوي او بيا څنګه له لېرې کنترولوونکي د دغه ډول کړيو په مرسته اسلامي ارزښتونه او اعتقادات تر پښو لاندې کوي.
مخکې له دې چې پر دې بحث وکړو، چې د پاکستان واک چلوونکي دې کړۍ انتخاب به څه وي؟! راځٸ لږ د پاکستان شاليډ ته کتنه وکړو.
دعوت ميډيا د پاکستان پوځ جوړښت اړوند مقاله کې، د " د پاکستاني پوځ جوړښت" تر سرليک لاندې مضمون کې ليکي:
" پاکستان انگریزانو په سیمه کې د خپلو گټو د تأمین لپارہ جوړ کړ، ھمدا راز یې پوځ ھم.
دا په حقیقت کې د برتانوي ھند د ھاغه مکار پوځ یوہ برخه وہ، چې پر مټ یې انگریزانو لومړۍ نړیواله جگړہ ( ۱۹۱۸- ۱۹۱۴ م ) وگټله، بيايې عثماني خلافت ړنگ کړ، چې ډیر اسلامي ھیوادونه یې اشغال کړل او دویمه نړیواله جگړہ (۱۹۴۵-۱۹۳۹ م ) کې یې بریا حاصله کړہ او افغانان يې هم په ارامه پرېنښودل، بلکې درې جگړې یې پر افغانانو هم مسلطې کړې.
دا د بريتانيا او ورسره پوځ وروستۍ خونړۍ پېښې نه وې، بلکې پاتي شونو يې ټوله پاليسي پل پر پل پلې کړه.
فقید جنرال ضیاء الحق یې په سپتمبر ۱۹۷۰ م کې په اردن کې د ملک شاہ حسین په مرسته او د یھودو په اشارہ د بیگناہ فلسطیني مھاجرو مسلمانانو داسې قتل عام وکړ، چې ھغه ورځ په تاریخ کې د تور سپتمبر په نوم ثبت شوہ او ان د اسرائیلو سفاک جنرال او سیاستپوہ موشې دایان دې قتل عام ته په کتو وویل: موږ په شل کاله کې دومرہ فلسطینیان و نه شو وژلای، څومرہ چې شاہ حسین او ضیاء الحق په یولسو ورځو کې ووژل… و ھلُمّ جرا!
د ھند برتانوي پوځ په لومړۍ نړیواله جگړہ کې څه باندې یو میلون، په دویمه نړیواله جگړہ کې دوہ نیم میلونه پوځي پرسونل د انگریزانو مرستې ته لیږلي و.
که د ھند برتانوي پوځ مرسته نه وای، ښایي انگریزان پر دې نه و بریالي شوي، چې په اسیا او افریقا کې د مسلمانانو دومرہ پراخې سیمې اشغال کړي، عثماني خلافت ړنگ کړي او په مظلومو افغانانو ھم درې جگړې ور و تپي.
د پاکستان اوسنی پوځ د جوړښت، کردار، عقیدې، پالیسۍ او عمل له مخې د ھماغه جابر او ظالم برتانوي ھندي پوځ یوہ برخه دہ، چې ان لومړي سپاہ سالاران یې ھم انگریزي جنرالان و.
(جنرال فرینک والټر میسوري ( General Frank Walter Messervy ) د اگست ۱۹۴۷ م څخه تر فبروري ۱۹۴۸ م پورې، جنرال ډگلس گریسي ( General Sir Douglas ) د فبرورۍ ۱۹۴۸ م څخه تر جنوري ۱۹۵۱ م پورې.)
د پاکستان پوځي استخباراتي ادارہ آی اس آی ھم د پاکستاني فوځ د مرستیال سپاہ سالار، انگریز جنرال، رابرټ کاوتوم د فکر پيدا وار او د هغه محصول ده"
د پاکستان رامنځته کېدلو فلسفي اړخ ته اشاره وشوه، پاکستان په اسلامي هيوادونو کې د پرديو پروژو پلي کولو کې بېخي اول نمبر او خورا لويې تجربې لري، ممکن لامل به يې دا وي، چې د پاکستان ټوله پاليسي د پوځ تابع ده او د پوځ په لارښوونه پلې کېږي، چې د پوځ او لوړې کچې په انتخاب کې يې ولس هيڅ رول نلري/ نه درلود; ځکه خو يې پاليسي هم د عوامو د غوښتنو خلاف ده، له بده مرغه پاکستان د افغانستان د يو ګاونډي په توګه نه يوازې د ګاونډيتوب حق ادنکړ، بلکې د افغانستان لپاره د نورو د ګټو لپاره تل د يو درد سر په توګه تمام شوى دى.
عادل منصف په" افغانستان کې د پاکستان شوم اهداف" تر عنوان لاندې مقاله کې دې ټکي ته اشاره کړې ده "د پاکستان له پيدايښت څخه بيا تر ننه ډير حکومتونه يې د پوځي جنرالانو له خوا پر مخ وړل شوي دي، چي دغه خبره خپله ددي ثبوت ده چي غرب پاکستان د يوه خاص هدف له پاره په سيمه کې ساتلی دی.
داچي له انګريزانو سره د افغانانو جګړې په تاريخ کې ثبت دي او انګريزانو ونه شوای کړای چې دغه هيواد خپله مستعمره وګرځوي، بل خوا په برتانوي هند کې هم د انګريزانو پرخلاف د هند مسلمانانو تحرکات پېل کړي وو، د دې لپاره چي د هند مسلمانانو توجه له برتانيا څخه واړوي او دافغانستان له پاره له برطانيا سره د جګړو مخه په راتلونکي کی ونيسي، پاکستان يې د مسلمانانو په نوم يوه ټوټه ځمکه جلاکړه، چی دا ځمکه د هند او افغانستان څخه په زور او دهغوي دخوښۍ خلاف غصب او اوسنی سرطان ( پاکستان ) پکي جوړ شو.
. موږ منو چي پاکستان کي مسلمانان اوسيږي، خو هلته د دولت په اساسي قانون کی د مسلمان تعريف هم ګونګ دی، تراوسه هم په پاکستان کي د انګريز قانون په محاکمو کي کارول کيږي، د اسلامي شريعت پرځای کفري لايحي کارول کيږي. د پاکستان ټول سياست کوونکي داخبره کوي، چي لومړی پاکستان بيا اسلام، ددي معنی څه ده؟يعنې هلته اسلام او مسلمان هم بل ډول تعريف لري.
پاکستان چې په آسیا کې کلیدي رول اداکوي په چلبازي کې دومره ماهره دی، چې تر ډېره په وچه غوا شیدې کوي، په یوه بام کې دوې هواوې غواړي، په یوه حلق کې دوې ژبي لري اوپه یوه سرکې دوه مخونه لري، ترڅو دهرچاپه ژبه پوی شي، دهرچانه کار واخلي اوهر څوک وغولوي، چې ګواکې مخ یې ددوی په وړاندې دی، عرب یي داسلام داوسني اټومې قوت په نامه پوښلي دي چې ګواکې د اسلام اواسلامې هیوادونوبه دفاع وکړي، امریکا او اروپا یې دتروریزم ضد اتحادپه نامه وخوړل، د پاکستان اونړۍ نور مسلمانان یې دکشمېر دجهاد پر نامه تېر اېستلي دي، خو د پردې شاته یې له هرچاسره د غدر او خیانت لوبه روانه کړې ده. اسلام اوجهاد خو یې داسو، چې یوګاونډی اسلامې هیوادیې دخپلي خاوري نه په کفري قوتونو لوټي لوټي کړ، خپل هوايې ډګرونه یې دمسلمانانو د وژلو اوداسلامې هیواد د ورانولو لپاره دامریکاپه واک کې ورکړل، دعربو سره وف يې داشوه، چې عرب ډیپلوماټان، ژورنالستان، عام خلک، مجاهدین چې هیڅکله یې دوی ته تاوان نه و رسولی د څو ډالرو په بدل کې يې پر امریکایانو دڅارویو په څیر له پیغورونو او ښکنځلو سربېره وپلورل اوپه ايبټ آبادکې داسامه بن لادن رحمه الله پر سر لوبه لاتراوسه هم پو ره نده معلومه، چې څنګه روانه وه اوده؟ اوڅومره ګونګه اومرمووزه ده؟
اټوم به خدای خبر، چې د مسلمانانو اواسلام د دفاع لپاره وکارول سي؛ بلکې ددې امکانات ډیر شته که داقوت دداسې لاسونو په کنټرول کې وې لکه چې دی، نو ډيرامکان لري، چې دمسلمانانو پر ضدترېنه کار واخستل سي."
نو اوس دواړه افشنونه داسې دي، چې د پاکستان د سياست شاليډ او اوسني حالت ته په پامنيوي د پاکستان لپاره دا ستره ننګونه ده، چې د هغه پير دريځ نه تېرېږي، چې بهرنى سياست يې ټول د هغه تابع دى، سربېره پر دې د پاکستان وروستي ناکام سياستونه له ګاونډي هيوادونو سره او د پورونو لوړه کچه، چې نه يوازې د پاکستان پر بهرني سياست، بلکې پر داخلي سياست او دخپلو خلکو د رضايت پرکچې يې هم مږفي اغېز کړى دى، د پام وړ دي.
پر نړيوال سټېج د پاکستان د تروريزم د ځالې تر عنوان لاندې نوم باندې پېژندل کېدل، هغه څه دي، چې له نوم اورېدلو سره يې په نړيواله کچه يو منفي تصور جوړ شوى دى.
د نړيوالو پورونو دروند بار يوه بله ستره ننګونه ده، چې پاکستان په اوسنيو بدو شرايطو کې ورسره مخ دى.
د نړيوال بانک د راپور له مخې، چې په ٢٠٢٤ کال کې يې خپور کړى" د پاکستان ټوله قرضه ١٣٠$ ميليارده ډالرو ته رسېږي، چې
پر پاکستان باندې ټول بهرني قرضونه ~130 میلیارده ډالرو ته رسېږي.
پر پاکستان باندې د پورونو له جملې; نړيوال بانک ~23–24 میلیارده ډالر ( 18%)
چین ~28–29 میلیارده ډالر ( 22%)
پاتې پورونه د نورو بنسټونو او هيوادونو دي، چې په دغه پاتې قرضونـو کې 9 ميليارده ډالر د سعودي عربيستان دي".
دغه شمېر قرضې د پاکستان پر بهرني سياست مستقيم بد اغېز کړى دى او د پاکستان دريځ يې په نړيوال سټېج ډېر ضعيف معرفي کړى دى.
له يوې خوا پر پاکستان په بې ساري ډول د بهرنيو قرضونو لوړېدل او له بلې خوا ددغه قرضو سربېره د امريکا له لورې سخت فشار، چې د حماس پر وړاندې پاکستاني ځواکونه بايد غزې ته ولېږل شي، له بلې خوا په دې وروستيو کې له افغانستان سره د هر ډول اړيکو قطعه کېدل، په ځانګړې توګه سږداګريزو اړيکو زيان، چې په دې سره پاکستان د منځنۍ اسيا هيوادونو سره سوداګري او تجارت ټکنى شوى دى، چې دا هم د پاکستاني رياست د ناکامو پاليسيو له امله دى، چې د رياست پر وړاندې يې سخت غبرګونونه راپارولي دي، نو په دغه مرموز حالت کې تصميم نيونه ورته خورا سخته شوې ده.
اوس پاکستان دوه انتخابه لري، يا به امريکا له لاسه ورکوي او يا به خپل ځواکونه د بيت المقدس د ساتونکو پروړاندې د جګړې ډګر ته لېږي.
که پاکستان خپل عسکر غزې ته لېږي، ممکن دا د امريکا له لاسه ورکولو له د خطر په نسبت ستر خطر وي، چې په دې سره به د هغو ډلو او وسلوالو دريځ لا پياوړى او په شمېر کې زياتوالى راشي، چې د پاکستان نظامي او اداري جوړښت غيري اسلامي او پاليسي يې ظالمه او يو اړخېزه ګڼي.
دا چې د پاکستان ملت يو اسلامي ملت دى، چې اسلامي ارزښتونه او مقدسات ورته لومړيتوب لري، نو د پاکستان مسلمان ملت، چې هسې هم د رياست له غيري شرعي او يو لوري پالنې پاليسۍ سره ټکر کې دى او نه يې غواړي، نو دا به د رياست پروړاندې يوه بله ستره ننګونه وي، چې په کور دننه ورته پېښيږي.
نو په دې سره به پاکستان نه يوازې د خپلو مخالفو وسلوالو ډلو دريځ پياوړى، بلکې داخلي مشروعيت کمزورتيا او د ملت د نارضايتۍ د زياتوالي لامل به هم شي، چې دا به په نهايت کې د پاکستان رياست لپاره بدې او نه جبرانېدونکې پايلې ولري.
پاکستان 2026 کال هم داسې پيل کړ، چې لا هم له سختو ننګونو سره مخ دى، چې له هغې جملې د ټي،P,T د 2026 کال لپاره نوى تشکيلاتي او اداري بدلون دى، چې ممکن د رياست لپاره دغه کال يو خونړى او له ننګونو ډک کال وي.
تاريخ ثابته کړې، چې دسيمې په نا امنۍ کې د هيڅ يو هيواد ګټه نشته، ښه ګاونډيتوب او ښه سيميز رول لوبول د هيواد پر غوره ډيپلوماسۍ دلالت کوي، چې په نهايت کې د هيوادونو ملي ګټې او ارزښتونه د هغو هيوادونو د ډيپلوماسۍ، بهرني سياست او غوره کورني سياست تابع دي.
په پاى کې د يو خوندي پاکستان لپاره پکار ده، چې د نظامي او پوځي جوړښت په ګډون په خپلو ټولو کورنيو او بهرنيو پاليسيو له سره غور وکړي.
له ګاونډيو او سېمې هيوادونو سره دې هر ډول، ډيپلوماتيکي، سوداګريزې، سياسي او په ټوله کې د ګاونډيتوب او سيمييزو متقالو ګټو په رڼاکې په داسې اړيکو غور او فکر وکړي، چې ددوى د ثبات او ودې لامل شي، نه د زوال.
2026/1/1
"عاطف غزنيوال"