Home خانه

اولنی جهادی وړانګی د ګرګ ميدان له ګړنګو څخه

اولنی جهادی وړانګی د ګرګ ميدان له ګړنګو څخه

Screenshot 2026 02 20 153348AAګرګ ميدان دسلطان صاحب دجګی څوکی سره جوخت داسی نقطه ده لويديځ طرف ته يی دسرخاب دره شروع کيګی ختيځ ته يی دزنغوزی و روجان دغرونو لړی شمال خواته يی دربند عينګ خورد کابل وچکړی موقيعت لری.

۱۳۵۸ دثور دمياشتی په نولسمه ورځ دکمونستی بړيڅو خلاف دلوګر دمجاهد ولس د ملی پاڅون ورځ ده چه دلوګر ټولی ولسوالی او دولايت مرکز پل علم مکمل ونيول شول کمونستان مکلمل په سزا ورسيدل څو ورځی وروسته کمونستی مجهزه قوه راغلله مجاهدين چه تش لاس په دره يی اونيکلی ټوپکو بيل و کولنګ پاڅون شروع کړی و د غرونو په طرف شاته شول دا هغه ورځی شپی وی چه کمونستانو دلوګر په عامو کليو کی عمليات و پلټنی وکړی چه ديری علماء او دعلاقی مشهور مشران يی په ډله ايزه توګه ونيول چه لا تر اوسه يی قبرونه ندی معلوم.

همدی وخت کی څرخ دوبندی او ګرګ ميدان کی دری جهادی مرکزونه پرانستل شول.

دڅرخ مرکز چه د څرخ مولوی صاحب په مشرتوب تاسيس و د بره کي برک خروار ابجوش او د علاقی مجاهدين ورکی يو ځای شول دوبندی چه د دوبندی او ازری عموم ولس پکی ملاتړی ول دشهيد ملا خوشحال خليفه نورمحمد او د علاقی مشهور علمای کرام پکی راغونډ و د کلک مقاومتی مرکز بنه غوره کړه.

دريم جهادی مرکز ګرګ ميدان کی دملک ښايسته ګل حاجی محمدحسين په سرلښکری کی ترتيب شو دعلاقی مشهورو علمای کرامو لکه عبدالقدوس جان اخندذاده دغزګی مياه صاحب کلی اخندذاده مير صاحب مغل خيل زوی د دښتک مولوی صاحب صوفی خاکسار د دښتک تحويلدار حبيب الرحمن مولوی نظرګل ملا فضل جان د موسهی پهلوان قدير دچهل دختران.

مير نعمت الله مولوی روح الله حاجی عمراخان او دکوه بند دغرونو ټولو کوچيانو پخپلو اصلی وسلو ددی مرکز ملاتړ مظبوط کړ.

ددی غښتلی جهادی مرکز سرلښکر مرحوم حاجی صاحب محمدحسين عیسی خیل و حاجی صاحب غيرتی باتور نه ماتيدونکی همت درلود په لږ وخت کی يی د دښمن قوی نقطی ختمی کړلی دعينک معدن يی نيمه ونيوه د دربند پوستی مکملی ونيول شوی دخورد کابل علاقه داری نيمه ونيول شوه دمحمداغی ولسوالی نيمه تسليم شوه چه بنديان ټول را خوشی شول ددی سترو عملياتو تر څنک په کمونستانو تصفيوی و چريکی شپنی عمليات تر سره شول چه دعلاقی خاصتآ محمداغه موسهی چاراسياب وچکړی خورد کابل علاقی دهمدی ۱۳۵۸ کال د ژمی موسم تر راسيدو مکملی له کمونستانو پاکی شولی چه بيا د لوګر اکثريت مجاهد ولس دهمدی کال په منی موسم کی هجرت کولو ته اړ شول په ۱۳۵۹ پسرلی کی دلوګر عام سړک باندی د قطارونو سوزول شروع شول چه مجاهدين تقريبا دکابل څنډو کی هم په چريکی عملياتو وتوانيدل.

دلوګر خاصتآ محمداغه چه دهيواد قهرمانه ولسوالی بلل کيګی ريښتيا هم دومره د روسانو قطارونه سوزولی چه په سړک به د موټرو تګ راتګ په مشکلاتو کيدلی شو چه بيا روسانو دمحمداغی پوخ سرک خوشی کړ د اب بازک او بابوس په دښتو به تلل او دلوګر مرکز ته کوزيدل.

يو ځل حاجی صاحب دخپلو څو جهادی ګروپونو په ملتيا دسفيد سنګ و ذاهد اباد سرک باندی ۴۱ موټر او ټانګونه وسوزول چه يو تن يی شهيد درلود.

حاجی صاحب دجهادی لوړ همت تر څنګ د اجتماعی اصلاحی هڅو د روغو جوړو پوره داعی بلل کيده دعلاقی ټولو ولسونو د جوړونکی مشر په نوم پيژانده دده دغه اصلاحی صفت دتنظيمونو دمجهزو ګروپونه تر مينځ د ورورولۍ او اخلاص فضا جوړه کړی وه چه تر اخره په علاقه کی تنظيمی شخړی را مينځ ته نشولی.

د حاجی صاحب زامنو هم دده په قدم جهادی قدمونه هير نکړل مشر زوی يی قومندان عزت الله عزت دعلاقی له نومياليو څخه شميرل کيګی بل زوی يی مولوی عبدالله مختار دطالبانو دتحريک په اوږدو کی له اوږدو ناخوالو سره دمقاومت څښتن او مبارز بلل کيګی علم تقوی وشجاعت يی دهيواد په سطحه په نامتو بنه شهرت لری چه فعلا داسلامی امارت په ليکو کی دخوست ولايت ولايتی مسؤليت پغاړه لری.

الله پاک د د حاجی صاحب اوږده جهادی کړاونه قبول کړی روح دښاد تاريخ د ځليدونکی وی.