په ناپیژندل شویو قبرونو ژړا !
دلوی خدای ج په نامه.۲۰۲۶/۲/۶
لا د ۱۳۵۷ کال د ثور د قیام تودې لمبې نه وې سړې شوې، چې د تاریخ په تورو څپو کې یو بل دردناک فصل ولیکل شو. زموږ د وطن یو ځلانده ځوان، قاسم هوایی منصبدار چی زمانږدی دوست اوملګری ؤ ، چې د مترولوژۍ مسلکي افسرو، د وخت د سیاسي طوفان په منځ کې د افغانستان د ولسمشر نورمحمد ترهکي یاور وټاکل شو. هغه د ځوانۍ په جوش، د هیلو په رڼا او د سبا په خوبونو کې ژوند کاوه، نه پوهېده چې همدا لاره به د ده د ژوند وروستۍ پله وي.
خو افسوس! کله چې واک د عقل ځای ونیسي، او اختلاف د انسانیت پولې ماتې کړي، نو بیا نه ځواني بښل کېږي او نه وفاداري. د ترهکي صاحب او د هغه د شاګرد امین ترمنځ داخلي شخړو داسې اور بل کړ، چې بېګناه انسانان یې وسوځوول. قاسم او د هغه ملګری ببرک، د همدې ناوړه اختلافاتو قربانیان شول؛ نه د جرم په سزا، بلکې د قدرت په انتقام کې.
دوی نه یوازې له ژوند څخه محروم شول، بلکې له وروستي انساني حق څخه هم بېبرخې پاتې شول. نه یې کورنۍ د دوی جسد ولید، نه دوستانو د مخ وروستۍ کتنه وکړه، او نه یې قبر وپېژندل شو. داسې لاړل لکه د باد په غېږ کې چې ورک شي، خو درد یې د تاریخ په سینه کې تلپاتې پاتې شو.
دا کوم مرګ و چې حتی هدیره یې هم ونه لرله؟ دا کوم تقدیر و چې د مور او پلار سترګې یې د انتظار په اوښکو وچې کړې؟ رښتیا هم، چی د پاچا شکری په غم ککړی ؛ داسې غم چې نه ژړل پرې بس دي او نه لیکل.
نن که عکسونه پاتې دي، هغه د خاموشو شیهدانو په څېر دي؛ شیهدان د یوې ناعادلانه زمانې، د یوه بېرحمه سیاست، او د هغو ځوانانو چې یوازې یې ژوند غوښت، نه مرګ.روحونه یې ښاد، یادونه یې تلپاتې، او تاریخ دې د دوی په وینو لیکل شوې پوښتنې هېڅکله نه هېروی.مننه