«هغه راز چې نه مې غوښتل افشاء شي!»
دا کتاب د سردار محمد داود خان د جمهوریت د دورې د ټولګټو چارو د وزیر، او د لیکوال په وینا د «سپینې کودتا» د طراح، غوثالدین فایق له خوا لیکل شوی دی. د کتاب پښتو ژباړه داود افغان کړې ده.
لیکوال په دې اثر کې د خپلو سترګو لیدلي حالات رااخیستي او لوستونکو ته د سردار محمد داود خان د شخصیت، د کودتا د کولو د انګیزو، له هغه وروسته د شویو ناځوانیو، او د واک د پرځېدو په تړاو مهم او اړین معلومات وړاندې کوي.
دا کتاب د صداقت خپرندویه ټولنې له خوا په ۱۴۰۱ل کال کې، په ۲۰۸ مخونو او د ۵۰۰ ټوکونو په شمېر چاپ شوی دی.
د کتاب اصلي تمرکز د سردار محمد داود خان پر کړو خدمتونو، په کودتا کې د کمونستانو د لاس نه لرلو، او همدارنګه پر دې موضوع بحث کوي چې څنګه د کودتاچیانو ملګرو د سلا مشورو نه اورېدل د یوه ستر ناورین لامل شول، او هېواد څنګه د «سور ښامار» خولې ته ولوېد.
کتاب په ټوله کې ښه لیکل شوی، خو زما په شخصي نظر، پکې د سردار محمد داود خان له حده زیات توصیف شوی او پر ګڼو اشتباهاتو یې پرده اچول شوې ده. تر ټولو بېخونده برخه راته دا وه چې نږدې نیم کتاب د حسن شرق په بد ویلو تېر شوی؛ داسې انګېرل کېږي لکه دا اثر چې د هغه پر ضد لیکل شوی وي.
په کتاب له هرې خوا پراخ بحث کېدای شي، خو د اوږدو خبرو پر ځای، زه تاسې د کتاب لوستلو ته رابولم او ځینې هغه ځایونه درسره شریکوم چې ماته ځانګړي جالب ښکاره شول:
“یوه بله ورځ د انجینرۍ رییس او زما اړوند آمر، زموږ د عملي زدکړو ځای ته راغی او لاندې موخې یې راته وټاکلې:
۱. دا چې دوه زره افغانۍ دې له لوی درستیزه اخیستې دي، هغع ماته راکړه، ځکه تاته ستاینه او تحسین بسنه کوي.
۲. ویې ویل: دا چې ستا د ټولی خوراکه دواه برابره شوې، نو هره ورځ به ۶ کیلو غوښه له هماغه اندازې سبزیجاتو او تازه مېوې له یوه حواله شوې صندوق سره زما کور ته رالېږې. …” (۲۰)
“د لومړي وزیر محمد موسی شفیق نیول کېدل: د نېول کېدو مسولیت مې د انجینرۍ غونډ د یوه تورن/جګړن؟ نورمحمد په مشرۍ افسرانو ته سپارلی وو. پر پنځه بجې چې کله د نیول شويو کسانو د راغونډېدو ځای ته ورغلم، نو لومړی وزیر مې وه نه لید. ښکاره شوه چې نورمحمد خپلې دندې ته ندی حاضر شوی. سملاسي د انجینر عبدالطیف او یو څو تنو افسرانو سره په قرغه کې د هغه د کور پر لور روان شوم. له نېکمرغه چې لومړی وزیر په موضوع نه و خبر شوی، له دېوال څخه د هغه کور ته ور واوښتو او د سترګو په رپ کې مو ونیو او د قدیر نورستاني کور ته مو راوست.” (۷۹)
“حسن شرق وویل: زموږ او ستاسو پرله پسې کار مو ستړي کوي. د یادې ستړیا او ستومانۍ له منځه وړلو لپاره به په ترتیب سره د شپې مهال د ځانګړو ټنګ ټکور پروګرامونو، دښکلو ښځو او سپوږمۍ مخو نجونو په راوړلو ختموو.” (۱۰۲)
“حسن شرق د شوروي اتحاد د ازربایجاني یهودو څخه و او پلار یې د روسي پوځ په کې جي بي کې افسر و. په دوهمه نړیواله جګړه کې چې څه مهال روسانو ایران ونیو، د حسن شرق پلار هم په هغوی کې شامل و. خو کله چې روسانو ایران پرېښوده، نو یو شمېر فارسي ژبو په دستوري ډول د ایران تابعیت ومانه، چې د حسن شرق پلار هم په یاده ډله کې و. خو کله چې بیا د هغوی څارګریزه کړنې څرګندې او په اعدام محکوم شول، د حسن شرق پلار ته یې ۴۰ متره څا وکینده، په صندوق کې یې کښېښوده او پر هغه یې خاورې واړولې. په دې وخت کې نو حسن شرق پنځه کلن و. ډا پنځه کلن ماشوم د سوداګرو لاس ته ورغی او له ایرانه یې فراه ته راولېږداوه. سوداګرو د ماشوم ځیرکي درک او په ښوونځي کې شامل کړ.” (۱۱۰)
دا او دې ته ورته ګڼ نور ځایونه مې هم په نښه کړي دي، خو فعلاً پر همدې بسنه کوم.
ع. همت