Home خانه

لوګر کې د یوې تاریخي آبدې ترڅنګ دوه تاریخي کلاوې کشف او ثبت شوې دي

لوګر کې د یوې تاریخي آبدې ترڅنګ دوه تاریخي کلاوې کشف او ثبت شوې دي

Screenshot 2026 02 02 004426Aد لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دې ولایت کې د یوه تاریخي آبده او دوه تاریخي کلاوو د کشف او ثبت خبره کوي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغون‌پېژندنې چارو مدیر عبدالشکور محمدي وویل؛ د ملا ایاز تاریخي آبده، چې د خروار ولسوالۍ د ګرند غونډۍ په سیمه کې موقعیت لري او تاریخي مخینه یې سلګونو کلونو ته رسیږي د دوی د څېړنو په پایله کې نوې کشف او ثبت شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د څېړنو د همدې لړۍ په ترڅ کې د فقیر په نوم تاریخي کلا د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د مغل‌خېلو په سیمه کې او همدارنګه د خوښۍ ولسوالۍ د کافر تاریخي کلا هم ثبت شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په وینا، د دغو کلاوو تاریخي مخینه هم سلګونو کلونو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د همدې څېړنیزې لړۍ په ترڅ کې د لرغون‌پېژندنې ریاست د لرغون‌پوهانو په همکارۍ د یادې آبدې او تاریخي کلاوو ترڅنګ ۲۷ نورې باستاني سیمې هم کشف شوې دي.