Home خانه

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه

606413596 1423183666320625 239780913808543835 nاسلام د ادب او د اخلاقو دین دې

څومره چه د اسلام د مقدس دین پر متعلق د نویو علومو د انکشاف توجه او ښتې، هغو مره دا حقیقت روښانه شوی دی چه اسلام ښه د اداب او د اخلاقو د تربیې دین دی او په دغه مقدس دین کښې د ټولو طبقاتو حقوقو د تامین د پاره محفوظ ساتل شوي دي، او یو تربله د متقابل احترام ساتلو او ښه سلوک د پاره ډیر پاخه او قوي اساسونه لري.

په دغه دین کښې د اقربا وسره د صلئ او علاقې باریک رمزونه شته او د دوستانو او آشنایانو سره د مینې په لیاره د ګډو اهدافو منځ ته راوستلو د پاره په کښې قوي راز موجود دی.

اسلام د عمومي اوضاعو او د عامو خلکو سره د ښه ژوند کولو قوي خیال ساتلی دی او د یو مکمل ادبي او اخلاقي ژوند د برابرولو د پاره په کښې پاخه اساسونه شته دي، کوم ادب او اخلاق چه د اسلام په مقدس دین کښې په ټول کم او کیف سره د خلکو د خیر او سعادت د پاره لیدل کیږي، په دی اندازه په بل هیڅ کوم دین کښې په لاس نه راځي .

د پلار او د مور د حقوقو لحاظ ساتل ، د مشرانو احترام ، دلویانو قدر او تعظیم، ورور سره صله او عاطفه ، د ملګرو سره صداقت ، د همسایه ګانو سره ښه سلوک او ګذاره ، د عاجزانو سره مرسته او تعاون، د مصیبت او تکلیف په وخت لاس ورکول ، د خوراک او څښاک نورو حیاتي مسایلو کښې اعتدال ، عمومي حقوقو د تقویی د پاره توجه او دا او داسی نور اداب او اخلاق د اسلام پر مقدس دین کښې هیڅ کله خپل ادبي او اخلاقي اعتبار دلاسه نشي ورکولې .

په اسلام کښې د نفرت ، عداوت ، کینې او حسد ټولی ریښې ایستل شوي دي او دین د محبت او همکاری د تامینولو د پاره پوره پوره توجه کړې ده .

اسلام د کبر او غرور سره مجادله کړې ده او له دغی لیارې څخه غواړي چه خلک د ورور ولی او برابری په فضا کې ژوند وکړي.

په اسلام کی د عفوې او ګذشت او د بیا بیا پیوندلو د پاره لیار ښونه او تشویق شوې دي او د دی لیارې څخه غواړی چی اجتماعي شیرازه باید قوي وساتله شي .

په اسلام کښې د خبرو او وینا د پاره حدود معلوم شوي دي او د ژبې د اصلاح کولو د پاره پوره توجه شوې.

د اسلام مقدس دین د علم او پوهنې د پاره عمومي توجه اړولې ده او د عقل او دلیل د لیارې څخه غواړي چه خلک خپل ژوند نه ښه استفاده وکړي .

اسلام کوشش کړی دی چه د خلکو مدني ، اقتصادي ، سیاسي ، ثقافتي ، ادبي او اخلاقي ژوند په داسې پایو اتکا ولري چه هغه د انسان اصلي د طبیعت او استعداد سره برابر او د عمومي مصالحو د تامین د پاره مفید واقع شي .

اسلام د وهم ، وسواس او بی مورده ګمانونو طرفدارنه دئ؛ او د پوره دقت پرلیاره کې غواړي چه حقایق روښانه او د خلکو حیاتي مشکلات لرې شي .

اسلام د عفت ، تقوی، پاکی او نظافت طرفدار دی ؛ غواړي چه د خلکو ژوند په ظاهر او باطن کی پاک او سوچه وي.

اسلام د اسراف او تجاوز طرفدار نه دئ ؛ غواړي چه خلک دی باید په هر څه کښې د اعتدال لحاظ قوي وساتي.

اسلام د غدر او خیانت سره مجادله کړې ده ؛ غواړي چی خلک دی یو تر بله د تکالیف او مشقت موجب ونه ګرځي .

نو په دی اساس که څوک د اسلام مقدس دین تر پوره عمیقی مطالعی لاندې را ولي ، د ادب او اخلاقو کامل او مکمل دی. او د هغه څخه په استفادی سره د نننیو علومو په اساس د حقیقي او واقعي ژوند برابرولو لیاره پوره ارزښت لري.

راځې چه مونږ د اسلام د دین د ادبو او اخلاقو څخه ځان پوره واقف کړو؛ تر څو وکړی شو د ځان او د خلکو د سعادت په لیاره کښې ، د ښوخدمتونو مصدر وګرځو.

و من الله التوفیق

سعید افغاني

کابل ــ ۱۳۵۵ هجري شمسي ــ کال

ترتیب کوونکې : برهان الدین « سعیدي »

https://www.said-afghani.org/.../Islam%20da%20adab%20aw...