Home خانه

له کابل څخه تر کولالمپور پورې… د وينو سيوری لا هم ورسره روان دی

له کابل څخه تر کولالمپور پورې… د وينو سيوری لا هم ورسره روان دی

Screenshot 2026 01 21 004202Aد حزب اسلامي اړوند مطبوعاتي ادرسونه وايي چې د دوی مشر ګلبدين حکمتيار دا مهال د ماليزيا په کولالمپور کې د يو تخصصي او پرمختللي روغتون تر درملنې لاندې دی.

تر دې هم عجيبه دا چې د ماليزيا لومړی وزير انور ابراهيم خپله روغتون ته ورغلی او د هغه پوښتنه يې کړې ده.

خو دلته يو دروند سکوت دی…

د قربانيانو په اړه هېڅوک پوښتنه نه کوي.

نه دي ويل شوي چې حکمتيار په کومه ناروغۍ اخته دی،

خو افغان ولس ښه پوهيږي چې

افغانستان د کومو زخمونو له امله لا هم پر بستر پروت دی.

هغه سړی چې په کابل يې راکټونه ورول،

هغه چې روغتون، ښوونځی او کور يې هدف ګرځول،

هغه چې د جګړې له لمبو يې سياسي سودا جوړه کړه—

نن خپله د عصري روغتون پر سپين بستر پروت دی.

تاريخ څومره ظالم طنز لري!

هغه چې د زرګونو افغانانو د درملنې لارې يې وتړلې،

نن د نړۍ په پرمختللو طبي مرکزونو کې علاج غواړي.

هغه چې د ماشوم ژوند ورته ارزښت نه درلود،

نن د خپل ژوند د ساتنې لپاره د دولتونو پام ځان ته رااړوي.

ماليزیایي چارواکي ورسره ولاړ دي،

خو د کابل کنډوالې لا هم ولاړې دي.

د کونړ، لغمان او ننګرهار قبرونه لا هم پرانيستي دي.

يتيمان لا هم د پلار نوم په تورو ډبرو لټوي.

موږ د چا د مرګ غوښتنه نه کوو،

خو د جنايتونو سپينول هم انسانيت نه دی.

علاج حق دی،

خو پوښتنه دا ده:

ايا عدالت هم حق نه دی؟

ايا هغه څوک چې يو ملت يې ټپي کړ،

يوازې د ناروغۍ په نوم بايد هېر شي؟

او که تاريخ به يو وخت دا پوښتنه خامخا راپورته کوي؟

تاسو څه واياست؟

— رضا خان پاینده