Home خانه

يوه به يې دغاښ درد په فرانسه کې تداوي کاوه

يوه به يې دغاښ درد په فرانسه کې تداوي کاوه

616803639 2709769372718057 8585876586858201415 nبل به يې دغټې کولمي بواسيرو ته له دولتي بودجي څخه په مليونونو روپۍ را ايستلي او بواسير به يې په سويس کې معالجه کول بل به په علاج پسې جرمني ته منډي وهلي هغه ښه رهبر به بيا برطانيا ته دبدن دعمومي کتني لپاره روان وو او بيا چې په مجلس کې کښيناست ويل به يې والله په لندن کې مې ټول معاينات وکړل شکره مې کنترول وه ، دويني غوړ مې هم ښه وو پروستات مې هم فعال دی الحمد لله خو عام خلک به يې دملاريا په تبه مړه کيدل.

دسرطان ناروغان به يې دخواني بابا زيارت ته تلل

او داخلي کلينکونو به هغه ادويات ناروغانو ته ورکول چې د کچلاغ او حيات اباد په جعلي فارميسيانو کې به جوړ شوي وو.

دانتي بايوتيک کپسولو مينځ به له اهاکو ډک وو

او دماشومانو دغذايې تقويې په شربتو کې به يې دپېښور دبيکاري ګوړي اوبه ګډې وي

او بيا چې به دغه رهبران معظمان تقرير ته ودريدل

يوه به وارسا را څملولي وه بل به ناتو په ګونډو کړي وه

دخپل وطن پر بدن به يې کهکشان زخمونه جوړ کړي وو

خو ديوه زخم دګنډلو ستن به يې نه شوای جوړولای

داسي تصويرونه دعبرت تابلوګاني دي او دزماني يو اعتراف په کې لوستل کيږي

په پردۍ وسله ازادي نه ګټل کيږي

او احتياج غلامي ده