Home خانه

نن د پښتو ژبي د يوه حقدار ليکوال عبدالروف بېنوا د پرديسي مړيني ۴۱م تلين دئ!

نن د پښتو ژبي د يوه حقدار ليکوال عبدالروف بېنوا د پرديسي مړيني ۴۱م تلين دئ!

614671732 891623486749934 2123771521368025585 nله نن دوې پېړۍ پخوا د کندهار د معروف په عليزو کي يوه منوره او عالمه کورنۍ اوسېدل چي خلګو به د [استاد کُل] کورنۍ بلله، دا کورنۍ وروسته د هلمند موسي کلا ته ولاړه او هلته مېشت سوه، په دې عالمه کورنۍ کي بېنوا وږېږېد. لوی سو په عربي ادبياتو پسي کابل ته ولاړ، هلته ئې عربي، دري او انګليسي ژبي پسي زده کړې او کابل ادبي انجمن ته ولاړ، دولت توجه ورته وکړه او له ګڼو چارو وروسته په مصر او لېبيا کي د افغانستان سفير وټاکل سو.

پر افغانستان د روسي يرغل پر مهال ئې امريکا کي سياسي پناه واخيسته، د سالنډۍ ناروغي ئې لرله، وصيت وکړ چي هر کله روسان له افغانستانه ووتل، زما جسد به افغانستان ته وړئ. له وصيت څخه څو موده وروسته د ١٩٨٥ع کال په نننۍ ورځ [جمعې] د امريکا په نيوجرسي ايالت کي ومړ او هلته خاورته امانت وسپارل سو.

د پرديس بېنوا وصيت!

افغانانو تر سر تېرو توریالیو

قهرمانو، هیوادپالو، هوډیالیو

چي د روس د غارتګرو وطن خلاص سي

د مسکو پر لوټمارانو مو بر لاس سي

چي مو کله هغه سر ځوړند په دار کړ

چي وطن یې د کرملین تر ګټو جار کړ

چي بیا بېرته مستقل افغانستان سي

کالخوایي د خپل وطن بیا د افغان سي

زما هډونه به در وړئ و خپل وطن ته

مړ بلبل به رسوئ و خپل ګلشن ته

ښخوئ به ما په پاک افغانستان کي

د پروټو ننګیالیو په جهان کي

زما پر قبر به لیکئ زلمیو دا

دلته ښخ دی پردېس سوی بېنوا !!!

استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي له مشري ميرمني څخه ئې يو زوی د عبدالقدوس په نامه [بېنوا په ژوند کي وفات سو [زوی (بېنوا لمسی) اوس عبدالله بېنوا په نوم مشرقي کي اوسي].

له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته لري چي مشر زوی يې هيواد، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا کي ژوند کوي، د استاد د دوهمي او کشري ميرمني مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده.

که يو څو ځوانان په دې اړه فکر وکړئ د پردېس بېنوا جسد راوړل به د هغه د خپلي خاوري ارمان ورپوره کړي!

د هدېرې او قبر ادرس يې دا دئ:

ROSE HILL CEMETERY ASSOCIATION P.O. BOX # 72 ROUTE :1 LINDEN, NEW JERSEY 07036 USA SECTION 64 ISLAMIC ROW # 7 / GRAVE

عکس:

۱۹۶۷ع کال استاد عبدالرؤف بینوا د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه، د لاسي نسخو په اړه نړیوال سیمینار چي د یونیسکو لخوا تنظیم سوی وو، پرانیسته کوي.

  • ——————————————•

زه پر دې ادرسونو د نړۍ او افغانستان د تاريخ وړاندي کولو هڅه کوم:

🔶اکاونټ: Sardar Wali

🔶ټويټر: twitter.com/pashtonzoy

واټس اپ کي د ورته مضامینو د پاره: https://whatsapp.com/channel/0029VagkIR08KMqkFH17Ub2m