جنرال مبین له زندانه په احساساتي ټکو کې ویلي چې دی مظلوم دی
جنرال مبین له زندانه په احساساتي ټکو کې ویلي چې دی مظلوم دی او له ده سره سخت ظلم شوی دی. نوموړي پوښتنه کړې چې: ما کومه ګناه، کوم ظلم او یا کوم خیانت کړی و چې نن زنداني یم؟
هغه وایي، وجدان یې ارام دی او ځان بېګناه ګڼي. جنر.ل مبـین ټینګار کړی چې که په دنیا کې یې غږ څوک وانه وري، نو د الله تعالی عدالت حتمي دی او یوه ورځ به الله د ده د حالت پوښتنه له ټولو تالبانو وکړي.
د نوموړي دا خبرې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ګڼ شمېر کسان یې له حالته اندېښنه څرګندوي، خو تر اوسه د اړوندو لوریو له خوا رسمي څرګندونې نه دي شوې.