Home خانه

د کندهار نارنج ماڼۍ او د هغې تاریخي قدامت

د کندهار نارنج ماڼۍ او د هغې تاریخي قدامت

Screenshot 2026 01 14 005251Aکله چي مقدوني سکندر 330 کاله وړاندي تر میلاده پر افغانستان یرغل وکړ نو د (الکسندریه) په نامه ئې یو شمیر عسکر کوټونه او ودانۍ جوړي کړې چي په افغانستان کي د سکندر په واسطه 12 ودانۍ جوړي سوې چي 11 ئې لمنځه تللې او د یوې ودانۍ پاتي شوني او آثار اوس هم پاته دي.

دا ودانۍ د لرغوني کندهار د زوړ ښار د #چهل_زینو جنوبي اړخ ته د قیتول د غره په ختیځه برخه کي جوړه سوې ده چي د #نارنج_ماڼۍ (کلا) نومېږي.

دغه تاریخي ماڼۍ چي تاریخي قدامت ئې تر 2300کاله اوړي یو وخت د نړۍ د ستر امپراطور الکزاندر (#مقدوني_سکندر) پوځي اډه وه؛ ویل کېږي چي سکندر پر نارنج ماڼۍ سربېره د اوسني زابل د #قلات د غونډ پر سر یوه ودانۍ هم جوړه کړې وه چي د وخت په تېریدو لمنځه ولاړه او بیا د وخت د واکمنانو له لوري بیا ورغول سوه چي پخوانۍ بڼه ئې تر اوسه لا پاته ده.

د نارنج ماڼۍ د یونان د باختري واکمنیو (کوشانیانو، کېداریانو، یفتلیانو) او همدارنګه د اسلامي واکمنیو طاهریانو، صفاریانو، سلجوقیانو، او غزنویانو په وخت کي د ځانګړي اهمیت څخه برخمنه وه او بیا وروسته د هوتکي امپراطورۍ پر مهال د هیواد د سیاسي، ادبي، او فرهنګي مرکز په توګه ورڅخه استفاده کیده.

یادي ماڼۍ لوی لوی د څار برجونه درلودل او شاوخوا ورڅخه یو دېوال چاپېره سوی وو؛ د دېوال تر څنګ یو لوی خندک د دښمن څخه د یرغل په موخه کیندل سوی وو.

د دې ماڼۍ اوږدوالی تر سلو مترو ښوول سوی وو، او همدارنګه د کلا ارګ په ښکلو ښيښو باندي جوړ سوی وو.

د لوی کندهار مخکښ لیکوال او محتاط څېړونکی استاد #محمد_معصوم_هوتک په خپل اثر (#احمدشاهي_کندهار) کي د نارنج ماڼۍ په هکله داسي لیکي:

'' دا ماڼۍ د ښار مرکزي کلا (ارګ) او د پاچا د اوسېدلو مېنه وه، د هوتکو په نارو کي د دې ماڼۍ یادونه سوې ده:

که اور دﺉ د زینو په غره کي اور دﺉ

پښتانه په غره کي تیت دي

شاه حسین له نارنجه جنګ ته سپور دﺉ

یا:

خدایه څه سوه زر ملي پیاده او پلي

شاه برج نادر کوره کی اوس له غره د نارنج سرونه ولي

یا:

که دوړي د نارنج په سر کي دوړي

ایرانیان باندي ګډېږي پښتنو ئې تر لښکر ایستلې سوړي

د نارنج ماڼۍ د هوتکي امپراطورۍ د وروستي واکمن #شاه_حسین_هوتک په وخت کي د علم او ادب ستر مرکز وو په دغه شاهي ماڼۍ کي به د هیواد او سیمي په سطحه مخکښ لیکوالان، شاعران، ادیبان، او علماء کرام راغونډېدل ادبي مجلسونه به ئې جوړول او شعرونه به ئې ویل چي د همدي ټولني په برکت د پښتنو ګرانبها اثر (#پټه_خزانه)میدان ته را ووتله او ولیکل سوه او نور ډېر کتابونه په پښتو کي پیدا سوو.

#محمد_هوتک (د پټي خزانې لیکوال) په پټه خزانه کي د نارنج د ماڼۍ یادونه کړې ده او دا سلطنتي ودانۍ ئې پخپلو سترګو لیدلې ده، محمد هوتک د نارنج ماڼۍ په هکله داسي لیکي:

'' پادشاه عالم پناه (شاه حسین هوتک) په ارګ کي د قندهار هغه قصر چي نارنج باله شي هلته په هفته یوه ورځ دربار کا په کتب خانه کي، او په مجلس کي علماء جمع کېږي، او شعراء ټولوي.''

علامه پوهاند #عبدالحی_حبیبي د پښتو ادب د لوی اثر پټي خزانې راوتل او ترتیب کیدل د هغه ادبي مجلسونو له برکته بولي چي د شاه حسین هوتک په وخت کي به په نارنج ماڼۍ کي کیدل؛ او شاعرانو او ادیبانو به پکښي برخه اخیسته.

کله چي په 1151 هـ ق کال کي د کندهار زوړ ښار د #نادرشاه_افشار (خوني نادر) و منګولو ته ولویدی او د هوتکو امپراطوري لمنځه ولاړه نو ئې د غوسي او قهره څخه دا ښار وران کړ چي پکښي د نارنج ماڼۍ هم لمنځه ولاړه، نادرشاه افشار د نادر آباد په نوم د بل ښار بنسټ کښېښود او په دې توګه د کندهار نارنج ماڼۍ د خاورو سره خاوري او لمنځه ولاړه.

د #محمد_ظاهرشاه د واکمني پر مهال په نارنج ماڼۍ کي یو شمیر څېړنې او کیندنې ترسره سوې چي بیا وروسته ودریدې د توپ- کیانو په دوره کي چي زموږ د هیواد زیاتره تاریخي آثار لوټ او چور سول او پر خپل سر غیري قانوني کیندنې وسوې د نارنج ماڼۍ هم پکښي همداسي نه سوه پاته؛ پر خپل سر کیندنې او څېړنې پکښي وسوې او ممکن چي ګڼ شمیر آثار به ئې ورک سوي او قاچاق سوي هم وي؟ په تېر جمهوریت کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له خوا په نارنج ماڼۍ کي ګڼ شمیر څېړنې ترسره سوې چي په ترڅ کي ئې زیات تاریخي آثار وموندل سول.

یو وخت د نارنج له ماڼۍ څخه خلکو کورو ته خاوره وړه او بې پامه پاته وه هیله ده چي اوس ئې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د یوې تاریخي کلا په حیث ساتنه وسي چي په دې برخه کي عام وګړي هم مهم رول لري.

#سرچینې:

1 - (احمدشاهي کندهار) اول ټوک - 16 مخ

2 - (پټه خزانه) د محمد هوتک اثر - 112 مخ

3 - (میرویس نیکه) د مرحوم بینوا اثر 97 مخ

4 - (کندهار د تاریخ په اوږدو کي) 95 او 100م مخونه

لیکوال زړګی کندهاری

زړګی کندهاری