د شهید محمد داود خان ټول کورني په شهادت ورسید
د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي پر اوومه سهار وختي کابل ښار پوځي بڼه غوره کړه، د راپورونو له مخې لومړي مرمۍ د ورځې په ۱۱ بجو د دفاع وزارت پر ودانۍ ولګېده او د ارګ او د قول اردو ترمنځ اړیکې یې پرې کړې، وروسته کودتاچیانو د هوایي ځواکونو قومنداني، د کابل هوايي ډګر او د مخابراتو وزارتونه ونیول. ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړو وسلهوالو ځواکونو مقاومت کاوه او داوود خان لاژوندی و، چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ چې د نادر خان د واکمنۍ وروستی څلی ونړېد.
د خلق ډیموکراتیک ګوند مخکښ غړي او د وسلهوال پوځ د زرهي دارو قواو جګړن اسلم وطنجار د افغانستان د ملي ټلوېزيون له لارې وویل: "د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، استبداد وروستۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېد او ټول دولتي قدرت د ولس لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپر توګه د انقلابي شورا په واک کې دی."