Home خانه

تر ټولو قیمتي او شاهانه تخت "تخت طاؤس."

تر ټولو قیمتي او شاهانه تخت "تخت طاؤس"

608951186 1425003539132602 3302887436245360295 n"ویل کیږي چې دا تخت طاؤس دی. دا کوم عادي تخت نه و. دا د نړۍ د تاریخ تر ټولو قیمتي او شاهانه تخت و — "تخت طاؤس."

کال 1628... مغولي بادشاه شاه جهان — چې د تاج محل په څیر یوه معجزه جوړه کړه — یو بل بې تصوره خوب هم ولید: یو داسې تخت بايد جوړ شي چې پر ځمکه د جنت منظره وړاندې کړي. شاه جهان امر وکړ، او د امپراتورۍ تر ټولو غوره زرګران، جواهر تراشونکي، او هنرمندان يې راوغوښتل او سره یو ځای يې کړل.

د اوه کالو سختو زحمتونو وروسته، هغه شاهکار نړۍ ته وړاندې شو چې د "تخت طاؤس" په نوم پېژندل کیږي. دا تخت له خالصې 1150 کیلو ګرامه طلا څخه جوړ شوی و. پرې 230 کیلو ګرامه جواهرات لکه الماس، یاقوت، زمرد، نیل، او مرواریدونه لګول شوي و. د تخت شاته دوه سپر مرغان (طاؤس) د شکلونو په توګه جوړ شوي و، چې د هغوی بڼکو کې سلګونه جواهرات ځلېدل. د دې سپرمرغانو له امله ورته "تخت طاؤس" نوم ورکړل شو. دا تخت یوازې د ځواک نښه نه وه، بلکې یوه خزانه هم وه.

کله چې شاه جهان په دې تخت باندې کښیناست، داسې ښکاریده لکه یوه فرښته چې په آسماني تخت باندې ناسته وي. هر درباري، هر سفیر، او هر دښمن د دې په لیدلو سره د وېرې ښکار شو. تاریخ پوهان وایي: "دا کومه شاهي څوکۍ نه وه، بلکې یو اعلان و — د مغولي امپراتورۍ د عظمت او ښایست اعلان."

بیا هغه بدبخت کال راغی — 1739. د ایران فاتح نادر شاه، چې د فارس ځمکې یې په وینو رنگ کړې وې، د دهلي پر لور روان شو. د کرنال په جګړه کې مغولي ځواکونو ماتي وخوړه، او نادر شاه دهلي ته ورننوت. تاریخ وایي: "د دهلي په هره کوڅه کې ژوندی د وي 'نادر شاه ژوندی د وي نادرشاه' نارې وهل کېدې... خو دا په اصل کې نارې نه، بلکې ماتم و."

نادر شاه یوازې خزانه نه لوټله، بلکې تخت طاؤس یې د فتحې نښه ګرځولی ؤ او ایران ته یې یووړ. او ورسره يې د، کوهِ نور او دریاۓ نور په څیر ستر غمي هم لوټ کړل، کوم چې نن ورځ د هند، ایران، او بریتانیا ترمنځ دتاریخي تنازعاتو مرکز دي.

په 1999 کې نړیوالو ماہرانو د تخت طاؤس د قیمت تخمینه وکړه: شاوخوا 4.5 اربه پاکستانی روپۍ — او دا په 1999 کال کې وه. اوسنۍ قیمت؟ که چیرې په دې کې جواهرات، طلا او تاریخي ارزښت هم ور اضافه شي، نو دا ممکنه ده چې دا شمېر 1.5 مليارده ډالر (یعني 400 مليارده روپۍ) نه هم زیات شي.

افسوس چې دا تخت د وخت په لاس کې له منځه ولاړ. د نادر شاه وروسته، په ایران کې سیاسي بې نظمي دغه خزانه په ټوټو تقسیم کړه. نن ورځ تخت طاؤس په خپله اصلي بڼه په هیڅ ځای کې نشته، خو د دې ځلا د تاریخ په پاڼو کې لا هم ځلېږي.

تخت طاؤس یوازې یوه بادشاهي څوکۍ نه وه، بلکې د هغې دورې د ځواک، هنر، شتمنۍ، تکبر او پای بشپړه کیسه وه — کوم چې موږ ته دا ښيي:چې "ددنیا هر ډول عظمت، که چیرې له کبره ډک شي، نو هغه د زوال سره حتماً مخ کیږي."

ژباړن:اصل دين ځدراڼ.