Home خانه

مصطفی کمال اتاترک د اسلام د زوال لوی لامل

مصطفی کمال اتاترک د اسلام د زوال لوی لامل

608900915 865557146262677 493480939738990225 nکله چې د عثماني خلافت وروستي ورځې راورسېدې، نړۍ د ستر بدلون د درشل پر لور روانه وه. اروپا د ساینس او سیاست په نوم د اسلام پر وړاندې فکري جګړه پیل کړې وه، او د همدې فکري جګړې له منځه یو نوم را پورته شو مصطفی کمال اتاترک. هغه سړی چې د “ترک ملت د پلار” په نوم یادېږي، خو د اسلام له نظره د ده کړنې د امت د ټوټه کېدو او کمزورۍ سبب شوې.

اتاترک په 1881م کال کې په سلونیک ښار کې وزېږېد. هغه د پوځی ښوونځي زده‌کوونکی و او وروسته د عثماني پوځ افسر شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې پوځي مهارتونه وښودل، خو د جګړې تر ختمېدو وروسته یې د سیاست میدان ته مخه کړه. د عثماني خلافت د سقوط وروسته، ده د نوي ترکیې بنسټ کېښود  داسې ترکیه چې اسلام ترې لرې، او لوېدیځ ته نږدې شوه.

اتاترک د خلافت نظام لغوه کړ. هغه د اسلامي شریعت پر ځای سیکولر قانون راوست، د شرعي محکمو ځای یې د لوېدیځ قاضیانو ته ورکړ، او د قرآن د زده‌کړې پر ځای یې د اروپایي علومو زده‌کړه لازمي کړه. د اذان ویل یې په ترکي ژبه اعلان کړ، ښځو ته یې بې‌حجابي تمدن وباله، او د اسلامي جامو پر ځای یې اروپایي کالي عام کړل. دا ټول هغه کارونه وو چې د اسلام بنسټونه یې له خلکو ورو ورو لیرې کړل.

ده دا شعار ورکاوه:موږ باید د دین له زنجیرونو خلاص شو، که نه نو هیڅکله پرمختګ نه کوو.خو په حقیقت کې دا د پرمختګ شعار نه و، بلکې د اسلامي هویت د ختمېدو پیل و. ده د مسلمانانو په ذهنونو کې دا فکر ور ننه ایست چې د پرمختګ یوازینی لار دا ده چې د لوېدیځ تقلید وکړو او د دین احکام شا ته وغورځوو.

له اتاترک وروسته، ترکیه ظاهراً پرمختللې شوه، خو روحاً د ایمان له ځواک بې‌برخې شوه. د ده د افکارو اغېز نه یوازې په ترکیه، بلکې په نورو اسلامي هېوادونو کې هم خپور شو

په حقیقت کې مصطفی کمال اتاترک د اسلام سره جګړه په توره نه، بلکې په قلم، قانون، او فکر وکړه. هغه د مسجدونو دروازې خلاصې پرېښودې، خو د خلکو زړونه یې له مسجدونو لرې کړل. د قرآن چاپ بند نه کړ، خو د خلکو فکر یې داسې بدل کړ چې د قرآن له حکمونو شرم احساس کړي.

نن که یو څوک د اتاترک ژوند ته وګوري، نو دا به درک کړي چې هغه د اسلام لپاره نه، بلکې د لوېدیځ د هدف لپاره قرباني شو. د امت یووالی یې مات کړ، خلافت یې ختم کړ، او یو داسې نظام یې پرېښود چې له اسلامه بې‌روحه دی.

زړګی کندهاری