Home خانه

شیخ سراج الدین بایزید پیر روښان

شیخ سراج الدین بایزید پیر روښان

608247450 863921053092953 4228215227660473871 nشیخ سراج الدین بایزید د قاضی عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنی اصلاح کو ونکی، د خارجی او پردی تسلط کلک مخالف او د اولسی مبارزو لارښوونکی او په عین حال کی ستر مذهبی مبلغ و، چی پیروانو ئې « پیر روښان » باله، او متعصبو مخالفینو د « پیر تاریک » په نامه یاداوه. موریی بی بی امینه نومېدله او د حاجی ابوبکر لور وه، چی د پنجاب په جالندهر کی اوسېدله، او بایزید هم هلته په ( ۹۳۱ ھ ق ، ۱۵۲۴م ) کال کی وزیږید.

وایی چه د بایزید نیکه گان له کندهاره د وزیرستان د «‌‌ کاڼی کوړم » یا « کانی گرم » سیمی ته تللی وو، او د بایزید سکه نیکه « شیخ محمد » چی د وزیرستان په کاڼی کوړم کی اوسېد، دوولس زامن درلودل، او په دی دوولسو زامنو کی « عبدالله » د بایزید پلار په فضیلت مشهور و، او قاضی توب یی کاوه.

دا چی بایزید پلار څنگه په جالندهر کی د حاجی ابوبکر لور په نکاح کړه د پیښور فاضل او محقق لیکوال مولوی محمد عبدالقدوس قاسمی د هغه « خیرالبیان » په سریزه کی چی د پیښور د یونیورستی د پښتو اکیډیمی په ( ۱۹۶۷م ) کال کی چاپ او خپور کړی دی داسی بیانوی چی :

د بایزید نیکه شیخ محمد خپل یو بل زوی ته د حاجی ابوبکر جالندهری لور « بی بی امینه » غوښتی وه، خو څنگه چی حاجی ابوبکر همدا یوه لور درلودله نو پر شیخ محمد یې دا شرط کښیښووه چی دده زوی به له وزیرستانه جالندهر ته ورځی او دده لور به وزیرستان ته نه بیایی، هغه و چی د شیخ محمد زوی هم جالندهر ته ورغی خو هلته ځوانیمرگ سو، او بی بی امینه کونډه پاته سوه، نو د هغه وخت د پښتونوالی دادو داو دستور و، چی د یوه پښتون کونډه باید د کونډی د میړه ورور او یا نورو خپلوانو کړی وای، ځکه نو شیخ محمد د خپل میړه زوی کونډه « بی بی امینه» خپل فاضل او عالم زوی عبدالله ته ورپه نکاح کړه او ددې دوهم میړه دپاره هم هغه شرط و، چی باید جالندهر ته ورسی، او قاضی عبدالله سره له دي چی په وزیرستان کی یې بل واده هم کړی و، چی ماندینه یې « فاطمه » نومېدله او یو زوی یې هم ځینی درلود چی « یعقوب » نومېد، بیا هم مجبور سو جالندهر ته ولاړ سی، هلته یو دوه کاله پاته سو، څو چی په ( ۹۳۱ ھ ق ، ۱۵۲۴م ) کال د بی بی امینی له نسبه د عبدالله زوی پیدا سو، او نوم یې ورباندی«‌ بایزید » کښیښود.

تر هغه وروسته څنگه چی عبدالله په وزیرستان کی له یوې خوا د پلار پر ځای ناست، او د بل پلوه د هغی سیمی قاضی باله کېده نو نور یي نه سوای کولای چی په جالندهر کی پاته سی، او بی بی امینه یې هم په دی راضی کړه چی دا په جالندهر کی د خپل زوی سره پاته سی او پخپله قاضی عبدالله وزیرستان ته ستون سی، او بیا به په کال کی څو میاشتی جالندهر ته هم ورځی قاضی عبدالله کانی گرم ته راغی، خو دا هغه وخت و چی هند سیاسی حالات ورځ په ورځ بدلېدل، د لودی پښتنو پاچهی په هند کی پای ته رسېدلې وه او د پښتو پر سیمو د ظهیرالدین بابر یرغلونه پیل سوی وو. د قاضی عبدالله زړه په ښځه او زوی پسی کښانده و، خو جالندهر ته یې د تلو لار پرانیستی نه وه. دده یو بل ورور « شیخ خداداد » د خپل ټبر او د بی بی امینی او د بایزید سره د ( ۹۳۷ھ ق ) کال شاوخوا کی له هند کانی گرم ته راغی او د خپل ورور قاضی عبدالله سره یو ځای سو. خو کوم مشکل چی قاضی عبدالله ته پیدا سو، هغه د دوو بنویو ځای ساتل او گزران کول و، او بی بی امینه چی په خپلواک ژوند عادت وه د فاطمی مشری کی ورته ژوند تیرول دیر گران تمامیده، نو هغه و، چی تر څه مودی وروسته چی لاری سمی سولی - بی بی امینی د قاضی عبدالله څخه ځان خلاص کی او خپلی پلارگنی ( جالندهر ته ) ولاړه اوړ زوی یی بایزید، د رواج او شرع سره سم قاضی عبدالله ته پریښود. بایزید چی تر دغه وخته د خپلی مور په مهربانه غیږ کی روزلی سوی و او یا یی د خپل مهربان تره شیخ خداداد د شفقت لیدلی و، یوازی نامهربانی میری او کم لطفه پلار ته پاته سو، ځکه چی مور یی جالندهر ته ولاړ، او تره یی د دوړو سیمی ته - او دا خو د پښتو متل دی چی : « مور میره سی پلار پلندر کږی » نو د قاضی عبدالله په کور کی بایزید د یتیم په څیر ژوند تیراوه، که څه هم قاضی عبدالله خپل دواړه زامن ( بایزید او یعقوب ) خپل یو عالم او اعتباری شاگرد « ملا پاینده » ته وسپارل چی د هغه وخت مروج علوم وروښیی، خو زیاتره به داسی کیدل چی میری په خپل زوی زده کړی ته پریښود او په بایزید به یی د کور کارونه کول، او له دی وخته دده په دراکو مغزو کی د تبعیض او عدم مساواته سره کرکه پیدا سوه، او چی هر څومره پوهیده او ځوانیده دا کرکه یی لا زیاتیدله. نو چی ځوان سود، پلار څخه یی د حج اجازت وغوښومښت او ورته ویویل چی هم به حج وکړی او هم به زیار وباسی چی څه علم زده کړی. خو پلار یی ونه منل او ورته ویویل چی : « د حج دپاره توښه ضرور ده - ته خپل مال نه لری او پر گدا باندیی حج نه کیږی، پاته سو علم - هغه دلته په کور کی هم کولای سی. »

د بایزید څخه چی د علم لار نیمگړی پاته سوه نو د طریقت او تصوف لاری ته یی مخه کړه، شپی به یی په ذکر روڼولی، او کله کله به روحی جذب دومره ورباندی غالب سو چی د رقص او سرود په مجلس کی به له ډیره شوقه د مجلسیانو سره په گډ اهم سرسو - دده د جذب دا کارونه دده پر پلار چی مشهور عالم او قاضی و ښه نه لگیدل او د ځان بدنامی یی گنله، خو څه چاره یی هم نه سوای کولای، که یی شاړه بدنامیده او که یی ساته رسوا کیده، او له بلی خوا د بایزید زړه ورځ په ورځ د میری د بدی گذاری امله له خپله کوره سړیده، او لومړی یی د خپل پلار او خپلی میری د استبداد په مقابل کی سر پورته کی او پلار ته یې په ډاگه وویل چی : « نور نو زما گذران د میری سره گران دی، ماته د خپل جایداد څخه څه برخه رابیله کړه، چی زه په خپله په بوخت سم، او ځانته خپل گذران په وکم ». که څه هم پر پلار یی دا خبره ډیره درنه پریوتله خو د زیاتی رسوایی له بیری او د خلکو له شرمیه یی د خپل جایداد څه برخه وربیله کړه او بایزید له پلاره بیل سو، او د خپل یو تره « شیخ حسن » لور « بی بی شمسو » یی په نکاح کړه

عبدالرؤف بینوا

«د افغانستان نومیالی»-څلورم ټو

زړګی کندهاری