Home خانه

ملي مبارز ارواح ښاد میرا جان سیال رحمه الله!

ملي مبارز ارواح ښاد میراجان سیال رحمه الله!

607435880 863967559754969 4246696977823126611 nارواح ښاد میراجان سیال د حاجي میا جان زوی او د ملک بازوان لمسی وو چې د 1910 زېږدیز کال د مارچ په میاشت کښې د مومندو په كوډاخیلو کښې زیږیدلی وو.

نوموړي دودیزې او لمړنۍ زدکړې پخپل کور او کلي کښې له ګڼو ښوونکو څخه کړي وې، په پښتو دري او اردو ژبو یې لیک لوست کوالای شو او څه ناڅه په عربي او انګلش ژبو هم پوهېدی.

سیال د "ویښ زلمیانو" د غورځنګ غړیتوب درلود، د هند د نیمې وچې تر ویش دمخه یې د مومند او الغازي په نومونو خپرونې کړي او د پنجابستان له جوړیدو وروسته یې د لوی پښتون مجله تاسیس کړې او چلولې ده چې دا مجله لمړی په جلال آباد کښې د اتحاد مشرقي په مطبعه او بیا وروسته په کوډاخیلو کښې دجوړې شوې مطبعې پر مټ چاپېدله او د ویښ زلمیانو لیکوالو او شاعرانو به هم ورسره مرسته کوله.

سیال د فقیرصاحب په غزا کښې، په 1930 زېږدیز کال کښې د ډنډونو په غزا کښې، په 1933 زېږدیز کال کښې دګنداو په لمړنۍ غزا کښې او په 1935 زېږدیز کال کښې د ګنداو په دویمه غزا کښې ګډون کړی وو.

سیال د انګریزانو پر وړاندي په ملي خپلواکۍ بخښونکو غزاګانو کښې د ګډون سربیره په فکري، نظریاتي، تنظیمي او قلمي چوپړونو کښې هم برخه اخیستې ده.

سیال او کورنۍ یې تل د انګریزانو د استعماري سیاست مخالفت کړی او د هغوي په وړاندي یې په غزاګانو کښې غوښنه برخه اخیستې ده.

د سیال دوه ترونه لکه ملک محمد عمر خان او ملک خان جان هم په غزاګانو کښې شهیدان شوي دي.

سیال پخپله سیاسي روزنه کښې ځان د ښاغلي کاکاجي صنوبر خان مومند مرهون ګنړي.

د ارواح ښاد سیال څخه تر شلو ډېر څیړنیز او تخلیقي پښتو آثار په میراث پاتي دي.

د سیال ځیني چاپ شوي آثار چې کتابونه او رسالې دي:

د مینې شهیدان، د مومندو غزاګانې، د پښتنو قبیلو شجرې، ایمل خان مومند، په افغانستان کښې مهمې تاریخي پیښې، زما اندېښنې، دریا خان اپریدی، په نولسمه پېړۍ کښې د افغاني تاریخ یوه برخه، د پښتونخوا شتمنې، پښتني غږونه، د سیال کلیات، په پښتنو پردو څه کړي.

سیال په 1990 زېږدیز کال کښې زمونږ د ګران هیواد افغانستان په پېښور ښار کښې د ورپیښې ناروغۍ له امله د ژوند پور لنډ کړ.

جنت دې ځای او یادونه دې تلپاتي

زړګی کندهاری