غازي محمد اکبرخان
د افغان او انګریز ترمنځ دلومړی جګړې قهرمان چې په ډیر زيرکتيا سره یې وکولای شو د انګریز سیاسي استازی مکناټن شومې او مردودې دسیسې خنثی کړې او په مخامخ جګړه کې يې هغه ته ماتې ورکړه او د انګریز اشغالګرې قواوې يې دیته اړ کړې چې ترڅو د افغانستان څخه زر تر زره ووځي او د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انګریزی قواوو ۱۶ زره جنګي عساکرو څخه صرف یو تن د داکتر برایدن په نوم هغه هم په ټپي حالت کې ځان د جلال اباد نظامي کمپ ته ورساوه تر څو خپلو بادارانو ته د خپل خونړۍ ماتې خبر ورسوي.