امیر محمد اعظم خان!
امیر محمد اعظم خان د امیر دوست محمد خان بارکزي زوى او د سردار پاینده محمد خان بارکزي لمسی وو.
نوموړی د خپل پلار (امیر دوست محمد خان بارکزي) لخوا د پکتیا په زرمت کښې حاکم وو. د پلار تر مړېنې وروسته یې په 1863 زېږدیز کال کښې د اعلیحضرت امیر شیرعلي په وړاندي بغاوت وکړ چې له ماتې سره مخ شو او برېټانیوي هند ته وتښتېدی. انګریزانو د امیر محمد اعظم خان تود هرکلی وکړ او د پناه ورکولو ترڅنګ یې په ورځ کښې سل کلداري تنخوا هم ورته وټاکله.
نوموړي په 1866 زېږدیز کال کښې هغه مهال له برېټانیوي هند څخه د انګریزانو په مرسته پر افغانستان د بدخشان له لارې برید وکړ چې اعلیحضرت امیر شیرعلي خان په کندهار کې د بغاوت په ځپلو بوخت وو.
د بدخشان د نیولو سره سم یې د خپل وراره عبدالرحمن خان په ملتیا کابل ونیوی او خپل ثکه ورور محمد افضل خان یې له بندخونې څخه خوشي کړ. محمد افضل خان په کابل کښې ځان د افغانستان امیر اعلان کړ خو نژدې یو کال وروسته وفات شو.
محمد اعظم خان د 1867 زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې په 7 نېټه د خپل ورور امیر محمد افضل خان له وفات وروسته ځان په کابل کښې دهغه ځایناستی او د افغانستان امیر اعلان کړ.
امير محمد اعظم خان له واکمنېدو سره سم خپل وراره او د امیر محمد افضل خان زوی عبدالرحمن خان د هيواد شمالي سیمو ته د اعلیحضرت امير شير عليخان د ځواکونو په وړاندي جګړې کولو ته ولېږی.
عبدالرحمن خان دشمال لوري ته ولاړ چې د بدخشان ځيني کلاوي يې ونيولې او پر بلخ يي برید وکړ، امير شير عليخان بلخ عبدالرحمٰن خان ته خوشي کړ او هرات ته ستون شو.
عبدالرحمن خان د بلخ تر نیولو وروسته امیر محمد اعظم خان ته پیغام ولېږی چې بلخ ونیول شو؟ امير محمد اعظم خان نه غوښتل چې عبدالرحمن خان پلازمېنې ته راشي او دده لپاره سرخوږی شي نوځکه يې ورته امر وکړ چي پر ميمنه برید وکړه، عبدالرحمن خان ورته وويل چې لمړى بايد امير شير علي خان له منځه لاړ شي او هرات ونیول شي او بيا پر ميمنه برید وشي؟ خو امیر محمد اعظم خان ونه منله او عبدالرحمن خان يې اړ کړ ترڅو پر ميمنه برید وکړي؟ عبدالرحمن خان ميمنه محاصره کړه.
امیر شير علیخان د هرات چاري خپل زوی محمد یعقوب خان ته وسپارلې او کندهار ته یې مخه کړه، په کندهار کښې یې خپل ورور د حکومتي چارو مشر کړ او د کابل نیولو په موخه یې کابل ته مخه کړه.
امیر محمد اعظم خان چې د کندهار له نيول کيدلو خبرشو، عبدالرحمن خان ته يې پیغام ولېږی ترڅو نيم لښکر ده ته راولېږي اوپه نيم لښکر د ميمنې محاصرې ته دوام ورکړي؟ عبدالرحمن خان ځواب ورکړ چي محاصره ډېره سخته ده او لښکر نشم درلېږالای.
امیر محمد اعظم خان په کابل کښې میشت ځواکونه چمتو کړل او په غزني کښې د امیر شير علیخان مخې ته ورغی، پدې منځ کښې عبدالرحمن خان د ميمنې والي د کال په 40 زره طلايي سکو ورکولو د کابل حکومت ته پر خپل ځای پرېښودی او خپل ځواکونه یې دوې برخي کړل چې يوه برخه يې د محمد امین خان د زوی اسمٰعيل خان په مشرۍ د امیر محمد اعظم خان مرستې ته ولېږله او بله برخه يې پخپله مشرۍ کښې واخیستله او د تخته پل لوري ته ولاړ.
اسمٰعيل خان چې له وړاندي د موقعې په تمه وو، ددې پرځاى چي د امیر محمد اعظم خان مرسته وکړي، له هغه څخه يي کابل ونيوی او په کابل کښې يې د امیر شير علي خان حکومت اعلان کړ.
امیر محمد اعظم خان د کابل په نيولو بيرته نيم ځاکونه د کابل لوري ته ولېږل او په نيم ځواکونو د امیر شير عليخان په وړاندي ودرېدی خو ماتې یې وخوړه او د باميانو په لوري وتښتېدی او هلته ورسره عبدالرحمن خان يوځاى شو او د کابل په لوري يي بېرته خوځښت پيل کړ، د امیر شير علي خان ځواکونه په غزني کښې ځای پرځای ول چې دوي ورورسيدل او د شش ګاو په سيمه کښې تم شول، عبدالرحمن خان د زنه خان کلا د نيولو په موخه ولاړ او امیر محمد اعظم خان په تمځای کښې پاتې شو.
د امیر شير عليخان ځواکونو پر امیر محمد اعظم خان برید وکړ او ماتې یې ورکړه، عبدالرحمن خان ددې په اورېدو سره کلابندي پرېښوده او د امیر محمد اعظم خان سره يوځاى د وزيرستان خوا ته وتښتېدل او بیا له هغه ځای څخه د ایران مشهد ښار ته د تګ په موخه وتښتېدل، په مشهد کښې دايران حکومت پناه ورکول ورسره ومنل خو عبدالرحمن خان بخارا ته ولاړی او امیر محمد اعظم خان د 1868 زېږدیز کال د فبرورې میاشتې په 21 نېټه مشهد ته پر لارې په بسطام سیمه کښې وفات شو او د مشهد په بیرجند سیمه کښې خاورو ته وسپارل شو.