Home خانه

غازي عبدالله خان آڅکزی رحمه الله

غازي عبدالله خان آڅکزی رحمه الله

605956568 859133450238380 8005653233080868175 nد انګریز او افغان ترمنځ د لمړۍ جګړې پرمهال د کابل د ملي پاڅون لارښود او د افغانستان ملي آتل!

غازي عبدالله خان آڅکزی رحمه الله دحاجي سر بلند خان زوی وو چې له آره زمونږ د ګران هیواد د سپېڅلې خاورې د اوسني کوټې ښار او سپین بولدک اولسوالۍ تر منځ د کوږک غر د لمنې د يو آباد کلي چې اوس قلعه عبدالله خان نوميږي څخه وو.

نوموړی د بارکزیو د ټبر د نورالدینزیو د ښاخ د آڅکزیو د څانګې د هغه مهال لوی مخور، د جرګو مرکو او پرېکړو نومیالی او سپېڅلی مشر وو.

غازي عبدالله خان آڅکزی رحمه الله پر افغانستان د انګریزانو د لمړي یرغل پر مهال د 1841 زېږدیز کال د نومبر میاشتې د دویمې نېټې د غازیانو د ملي پاڅون، طراح، کوربه او مخکښ مشر وو.

د ملي پاڅون له پيلېدو او د تکبیرونو له زړه را کښونکی شور سره په زرګونو افغانانو په کابل لوګر بتخاک کوهدامن تیزین او وردګو کښې پاڅونونه پیل کړل او د دین ملت هیواد او تاریخ د دښمنانو په وړاندي یې روژه په خوله او لڅي پښې د مجاهدت او شهادت پر سپېڅلې او ویاړلې لار تګ ځانته غوره کړ او د انګریز پر ځواکونو یې د تکبیر په ملکوتي غږونو مځکه سره کړه.

نوموړی د غازي نائب امین الله خان لوګري رحمه الله سره اوږه په اوږه د غازیانو په لمړي صف کښې د پاڅون په لمړۍ ورځ د انګریزانو د یرغلګرو لښکرو سره مخامخ شو، پدې جګړه کښې یې انګریز ځواکونه دومره وځپل چې د بې شميره انګریزانو د وژلو تر څنګ یې د انګریزانو یو نوموتی مشر "برنس" او دهغه ورور هم ووژل.

د انګریزانو سره غزا بېله وقفې ډيره چټکه او ګړندۍ وه او د شيرپور تر ډګر او او د بي بي مهرو تر غونډیو پوري ورسېده خو د ملي پاڅون په اتمه ورځ د بي بي مهرو په سیمه کښې غازي عبدالله خان آڅکزی رحمه الله د انګریزانو په کارتوس هغه مهال ولګېدی او ټپي شو چې بالاحصار ته د غازیانو د تګ مشرې يې کوله او د پاڅون په یولسمه ورځ چې د روژې د نېکمرغه میاشتې اتویشتمه نېټه وه د همدې ټپي کېدو له امله شهید شو او د کابل د چهار باغ سیمې په سرخ تپه کښې خاورو ته وسپارل شو.

الله ﷻ دې د شهادت درجې اوچتي کړي او یادونه دې تلپاتي وي، آمین.

زړګی کندهاری