شير پور جنګسالارانو چور کړ
تفريحي تپې مقبرې شوي دمرنجان تاريخي غونډۍ دلنډه غرو دغيرپلاني کورونو هستوګنځۍ شوه
کوته ی سنګي غصب شوه
خيرخانه او چمن ببرک تيت او پرک دي
داسي وکړئ چې داد تېمورشاه قبر ملا امير خان متقي ته ورکړئ چې دملتانيو لونګيو مارکيټ په کې جوړ کړي
پارک زرنګار بشر نورزي ته په قباله ورکړئ چې پوډري تجارانو ته بنګلې په کې جوړې کړي
دعبدالرحمن خان مقبره ندامحمد ته قباله کړئ چې څلورو ښځو ته څلور کورونه جوړ کړي
حضوري چمن دي دپالک خر څونکو او ملۍ پلورونکو انجمن وي
اتې بالا به نو کابل دخپلو کړو ګناهونو کفاره ادا کړي او په مسلمان ښار به بدل شي
ارګ به يې عيد ګاوي او عيدګاه به يې صحرا