د "داعش خراسان څانګې" یوه مشهوره څېره سلطان عزیزعزام
له نیول کېدو اوه میاشتې وروسته لومړی ملګرو ملتونو او اوس اسلاماباد ومنله چې پاکستاني ځواکونو د "داعش خراسان څانګې" یوه مشهوره څېره سلطان عزیز عزام نیولی دی. له دې وړاندې عزام تر اوسه څو وارې د خبرونو سر ټکي جوړ کړي و.
د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې دې کتنه کړې چې د هغه د وسلهوالۍ ژوند له کومه پیل شو.
۴۷کلن عزام د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی. هغه د ننګرهار پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی لوستی و، خو د مسلک خلاف یې خبریالۍ ته مخه کړه.
هغه په جلال اباد کې د خبریالۍ لنډ مهالې روزنه وکړه او ډېر ژر یې په ځینو سیمهییزو اېفاېم راډیوګانو کې په نیمهشپه ناول لوستلو سره پر یوه اشنا غږ بدل شو. هغه د نسیم حجازي مشهور ناول اوراوه چې تر ډېر په کې د جګړو کیسې رانغښتي دي.
دوه ځايي خبریالانو چې دی یې له نژدې پېژانده بي بي سي ته وویل "عزام ډېر ارام و، لنډه ږیره او یو لوري ته یې کاکل ګرځوه، خبریالانو سره به په بنډارونو کې ناست و، ټولنیز خویونه یې درلودل او ټوکې ټکالې به یې کولې."
په ۲۰۱۵ کال کې د هغه د بنډارونو یاران هغه مهال هک حیران شول چې د عزام اواز د خلافت غږ راډیو له څپو واورېدل شو، دا د "داعش" اړوند یوه اېفاېم راډيو وه چې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې یې خپرونې کولې.
هغه عزام چې خیالي کیسې او شعرونه به یې په راډیو کې لوستل، اوس د خلافت غږ له یوې نا معلومې سټوډیو خلک په مرګ ګواښل.
نور جزییات پر بيبيسي پښتو ټکی کام لوستلی شئ