وردګو لوښی
دا لوښی شاوخوا دوه زره کاله پخوا د وردګو ولایت، د سید آباد د ولسوالۍ، د عربخیلو د کلي په سیمه کې جوړ شوی دی.
پر دې لوښي په خروښتي لیک، او په ګندهاري ژبه لیکنه شوې ده.
دا هغه لیک او ژبه وه چې د ګندهارا په تمدن کې کارېده. دا لوښی د بودايي مذهبي نښو د ساتلو لپاره کارېده، او د یادې سیمې د خلکو له خوا ساتل شوی و.
په لوښي باندي لیکنه ښيي چې وردګ هغه مهال لوستي خلک، منظم ټولنه، او د لیک دود درلود. نن دا لوښی د انګلستان په موریم کې ساتل کېږي، خو تاریخ یې په وردګو پوري تړلی دی. باید ووایو چې وردګ یو ژور، لیکلی،
او مستند تاریخ لري.