Home خانه

میړنی به تل یادیږی

میړنی به تل یادیږی

600282246 851278024357256 4713675455748946745 nشهید تورنجنرال ارکان حرب محمد یونس خان د هیواد اصلی بچی د ۷ ثور ۱۳۵۷ خونی ورځی د شوروی د وفادارو پر خلاف او د شهید سردارمحمدداؤد په ننګ د شهادت جام نوش کړ ارواح یې ښاده او نوم دی یې تل ژوندی وی نوموړی د ملی اردو یو برجسته نظامی افسر او سردارصاحب ته خاص وفادار شخصیت وو

تورنجنرال یونس خان په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال کښی د غزنی ولایت په "پس حصار" نومی کلی کښی نړۍ ته سترګی ورغړولی حربی ښوونځۍ یې ولوست او د اعلیحضرت ظاهرشاه بابا په وخت کی د اردو په صفوفو کی شامل او بیا د لوړو نظامی زده کړو لپاره هندوستان او بیا ترکیې هیواد ته ولاړ تورنجنرال محمد یونس خان د خپل خدمت په دوران کی د هیواد په مختلفو برخو کښی لاندی خدمات ترسره کړل:

* قوماندان غند ۳۱ فرقهٔ ریشخور

* رئیس ارکان فرقهٔ ۱۵ قول اردوی قندهار

* قوماندان فرقهٔ ۷ ریشخور

* قوماندان فرقهٔ ۱۱ پیاده ولایت ننگرهار​

تورنجنرال یونس خان د دې تر څنګ چی یو اوسپنیز او جدی افسر وو په عین حال کی خورا مهربان زړه سواند او صمیمی شخص وو

د شوروی استخباراتو د سازمان سوی خونی کودتاء په وخت کښی د ننګرهار ولایت د۱۱ پیاده فرقې قوماندان او د هیواد دتاریخی دښمنانو د سترګو ازغی وو تورن جنرال ارکانحرب محمد یونس خان د غوایی د کرغیړنی کودتاء په ورځ د خپلی نظامی قوې په ملتیا د سر داؤدخان په ننګ د مشرقی څخه د کابل پر لورحرکت وکړ او د ۷ ثور ۱۳۵۷ هجری لمریز کال په خونی ورځ د وطن د دفاع ٬ ځمکنی بشپړتیا او د افغانستان د یوه قانونی حکومت د دفاع په خاطر دکودتاچیانو سره تر آخری سلګی وجنګیدی او د خپلو ټولو فدایی عسکرو سره د ماسکو د وفادارو لخوا د شهادت لوړ مقام ته ورسیدی

زړګی کندهاری