Home خانه

لوګر کې د ٩٣ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې

لوګر کې د ٩٣ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې

597857500 122133960578977175 5120469365908079076 nAد لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو امریت په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (UNHCR) په مالي ملاتړ د یوې نوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.

دغه سړه خونه د ٩٣ زره آمریکایي ډالرو په لګښت په ۴ میاشتو کې جوړیږي، چې ١٦ متره اوږدوالی او ٨ متره سور لري او ٣٠ ټنه تازه مېوې او سبزیجات پکې ځاییږي.

#ملي‌تلویزیون