Home خانه

*د بشر په تاریخ کې ترټولو چټکه محکمه او ترټولو زړور تورن!*

*د بشر په تاریخ کې ترټولو چټکه محکمه او ترټولو زړور تورن!*

Screenshot 2025 12 10 214259Aعمر مختار بن عمر د ليبيا د ازادئ ستر مبارز

قاضي: آيا د ایټالیا له دولت سره وجنګېدې؟

عمر مختار: هو!

قاضي: آیا خلګ دې د ایټالیا ددولت پر ضد مبارزې ته راوبلل؟

عمر مختار: هو!

قاضي: په هغه څه چې ودې ويل بیا هم اعتراف کوې؟

عمر مختار: هو!

قاضي: څو کاله کېږي چې د ایټالیايي پوځ په مقابل کې جنګېږې؟

عمر مختار: شل کاله!

قاضي: په هغه څه چې کړې دې دي پښېمانه یې؟

عمر مختار: هیڅکله نه!

قاضي: آيا پوهېږې چې اعدامېږې؟

عمر مختار: هو!

قاضي: ډېر زړه مې درته بدېږي چې ژوند دې دا ډول پای مومي.

عمر مختار: دا زما لپاره ترټولو غوره پای دی.

قاضي ډېره هڅه کوي ترڅو عمر مختار دې ته اړباسي تر څو له خپلو مجاهدینوڅخه وغواړي چې نور د ایټالیا پر خلاف جګړه بس کړي او ددې کار په بدل کې عمر مختار ته عفوه

وکړي، مګر عمر مختار خپل مخ د قاضي لوري ته کوي او وایي" هغه ګوته چې په هر لمانځه کې پورته کېږي او شاهدي ورکوي چې اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله امکان نه لري پرې باطل توری ولیکم".

د عمر مختار له مشهورو خبرو څخه یوه داده:" موږ هیڅکله نه تسلیمېږو، یا بریالي کېږو او یا مرو"

مونږ در سره وڅارئ پښتون ليکوال