Home خانه

نن ددسمبر۴ مه دبشری چوپړدلوړدپېژندل سوی سمبول ډاکترناکامورادشهادت شپږم تلین !

نن د دسمبر۴ مه دبشری چوپړدلوړدپېژندل سوی سمبول ډاکترناکامورادشهادت شپږم تلین!Screenshot 2025 12 08 131551AAداڅهرې دهېرېدو ندی !

ډاکټر ناکامورا ياد به دافغان ولس په زړونو اوروان کې ابدی وی.

ډاکتر ناکامورا د۲۰۱۹ م کال دسمبر په ۴مه نېټه دپاکستان استخباراتو په جلال اباد ښار کې په ډزو وویشت او روغتون ته په لاریې ساه ورکړه.په دې برید کې د ناکامورا پنځه همکاران دپېښې په ځای کې شهيدان شوي دي.

زموږ افغانانو له نظره دجاپانی داکتر کاکا مراد ناکامورو دشهادت مسولیت نیغ په نیغه ای ایس ای ته متوجې دی،ځکه هغه دکنړ سيند اوبونه دکامې اوشينوارو تږی مځکي خړوبي کړې.

شپږ کاله پخوا (د۲۰۱۹ زکال ددسمبر په( ۱۵) لکه دنړۍ په نورو هيوادونوکي د سويډن دمالمو پښارکي هم دډاکتر تېتڅو ناکامورا دکورنۍاوجاپان هيواد دولس سره دغمشريکی غونډه جوړه سول .اوددې يادغونډي په ادرس په سويډن کي دجاپان دلوي سفير پيغام چې ددې غونډي په ادرس رالېږل سوی وو ولوستل سو.

پدې غونډه کې مادغونډی برخوالو سره ددې غښتلی اومنلی شخصيت دژو ندپه هکله لنډمعلومات شريک کړ.

دوستانواتل داکتر ناکامورا څوک وو ؟

زموږدننۍ ماتم غونډي اصلی موخه دهغه انسان چي دافغان ولس په ځانگړ ې توگه ننگرهاريانو اوکنړيانو دښېرازي لپاره یي دخپلو ټولو امکاناتونه په استفادې سره دې ولس ته هغه څه ترسره کړه چي پدوي کښي یې دکاکا په نوم شهرت وموند.

افغان ډاکټرناکامورا د افغانستان د کنړ سيندد اوبو دمهار پرسردجګړې قرباني شو. په مطبوعاتو کي ټولو افغانانو له يوه سره داخبره کړې چې دکنړ دسيند قرباني شو .

داکتر ناکامورا په ۱۹۴۶ ز کال کي دجاپان د فوکووکا په ښارکي دنياته راغلی .

ډاکتر ناکامورا دطب پوهنځی ترفراغت وروسته پاکستان ته ولاړ ترڅو هلته د روانی ناروغانوسره په درملنه کي مرسته وکړي.دوه کاله وروسته افغا نستان ته راغی اوپه يوه ليري پرته سيمه کي یې دروغتيايي مرستولپاره يوغيردولتي کلېنيک د(( دجاپان دسولی روغتيايي مؤسسه)) (پی‌ام‌اس) په نوم جوړه کړه.

تتسوناکامورا جاپاني‌الاصله افغان ډاکټر او انجنیر و چې د ۱۹۹۱ م کال راهیسي یې په افغانستان کې دجاپان د سولې طبي موسسه یا پي‌ام‌اس کي خدمت کاوه.

نوموړي کابو درې لسیزې په ننګرهارکې د کانالونو، اوبو بندونو، کرنې او په ډېرونورو برخو کې خلکو ته له کوم اقتصادي اوسیاسي موخې اوامتيازترلاسه کولو نه پرته خدمت وکړ .

داکترناکامورا دکنړ سيد نه دننگرهاريانو په زرګونه هکټاره شاړي مځکي ابادي کړې،دبېلگې په توگه دشنيوارو ولسوالی په زرگونه وچه مځکه یې دکنړسيند تر اوبو لاندي اوسمسوره کړه .

داکترناکامورا دروغتيا يي مرستو رسولوترڅنگ دڅاگانو په کيندلوپيل وکړ تر څو خلک دپاکو اوبو په څښلو دکولرا له ناروغی نه چي دناپاکو اوبو څښلو لکبله پيدا کيږي خلاص شي .

داکتر ناکامورا دوه مسجدونه او دوه کلېنيکونه جوړ کړه.هغه ۱۵۰۰ څاگاني وايستلې چې تر ((۶۵۰۰۰ )) پنځه شپېته زرو نه زياتو خلکو پاکي اوبه څښلې .

داکتر ناکامورا يولس کانالونه جوړکړه چې له برکته یې تر((۸۲۵۰۰ )) تر دو اتيا زره اوپنځه سوه جريبه زياته مځکه خړوبه سول.

ډاکټر ناکامورا خپل ژونددافغانستان اودسولې پرمختګ لپاره ځانګړی کړی و ،د کامې او ښېوې ولسوالۍ سربندونه چې له برکته یې په دې سیمو کې زرګونه للمي ځمکه اباده شوه،دښاغلي ناکامورا له خوا جوړ شوي دي.

داکتر ناکامورا ددې انساني خدمتونو په خاطر په ۲۰۰۳ زکال کي د((رامون مگ‌ سه‌سه)) جايزه وگټل چې داسيايي نوبل جايزي په نوم يادېږي .

ښاغلي ناکامورا ته دولسمشر محمد اشرف غني لخوادهغه دښو او انساني خدمتونو له کبله دافغانستان افتخاري تابعیت ورکړه سوو .

داکترناکامورا په۲۰۱۴ زکال کي د"جاپان تایمز" ورځپاڼي ته وويل :دځان ساتني په خاطر هره ورځ له مختليفو لارونه دې خوا اوها خوا ته ځي. ولي ده وويل ددي لپاره چي ځان له خطره وژغوري ښه لارداده چي له ټولو وسره دوست اوسی.

هغه وويل تلاښ کوم چې کوم دښمن دځان لپاره ونه زېږوم. بهترينه لار داده چي ټول خپل دوستان کړم،سره لدې چې ممکن فکروکړي چې زه دټولنيزو اصولونه ناخبره يم .ځکه چې هغه دخلکو يوازنې تکيه گاه ده چي هلته پر هغوي تکيه وکړم اودا اړېکه دوسلې ترانتقال ډيره جالبه اوگټوره ده .

دري اويا کلن ناکامورا کلونه افغانستان ته خدمت وکړ ،هغه له افغانانو سره ځانگړې مينه درلوده .

ناکامورا دننګرهارځايي خلکو کاکا مراد باله او دزرګونه کسانو ژوندیې دخپلو انساني اوبېساري خدمتو نو په نتیجه کې ښه کړی وو .

ناکامورا دجاپان د روغتیايي خدماتو دیوې خیریه موسسې رئیس و چې له دریو لسیزو یې په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې خدمت وکړی.

ناکامورا په عمل کي ثابته کړه چې دافغانستان دابادۍ،افغانانانوته دښه ژوند ارزومنداوخیراندېش انسان وو،هغه دافغانانو سره بې مثاله مينه درلوده.

ده په لسوکلونو کې د ننګرهار ګڼې شاړې ځمکې داوبو لګولو دخاصو طریقو په کارولو خړوبې کړې او زرګونه جریبه ځمکه یې سمسوره کړه.

ناکامورا دری اویا کلن و او تېرکال یې دجاپان(( ان اچ کې )) خبري اژانس ته ویلي وه ترڅو چې په افغانستان کې خپلې پروژې بشپړې نه کړي خپل هېواد ته نه ستنیږي .

ډا کتر صاحب اصغر خيل منگل دناکامورا په اړوند ليکي : ((د ارواښادډاکتر ناکاموراپه وژنه سخت غمجن شوم .هغه افغانستان اوافغانانو ته دکلونو راهیسی دزړه په مینه خدمت وکړ،دومره یی په خلکو کی محبوبیت درلود چې خلکو به کاکا مراد باله .

خوڅنګه چې آی اس آی دهرچاسره چې دافغانستان کې خلکو ته خدمت کوی ،کلکه دښمنې لری نو دادی داکتر ناکامورا یی هم شهید کړ ،لکه چې څو کاله دمخه یی دهغه ورور دځایی لاسپوڅو اواجنټانو په لاس په شهادت رسولی و .زه په داسی حال کې چی دې انسان دوست او افغان دوست انسان ته ددرنا وی سرټيټوم دده درنې کورنۍ ،ددوست هېواد جاپان خلکو اوهمداشان ټولو وطنپالوافغانانوته دژورې خواخوږی اوتسلیت مراتب وړاندی کوم.کاکا مراد! اروا دې دتل ښاده او نوم دی تلپاته اوسه.))

ګران شهيدناکامورا !

افغانان به هیڅکله هم دافغا نستان سره مینه او ستاخدمتونه هېر نکړی .

زموږ بهرمېشت يو ځوان وايي مراد کاکا :موږ ستا روح ته دعا کوو،او تل به د خدمت او ښيګڼې هيرې نه کړو،خو موږ هم مظلومان يو،هېڅ موله وسه پوره نه دي؛خوداوعده به درسره خامخا کوو،چې ستاهغه دخدمت جوهراو انسا ني اخلاق به ځان کې روزو،او زموږ راتلونکي نسلونو ته به يې هم ورزده کوو،او دا جمله به ورته وايو چې :افغانان جنګ ته نه، بلکې ژوند ته ضرورت لري .

ترکومه ځايه چې ډاکتر ناکامورا تر وژل کېدو وړاندې هیله کړې وه چې که مړ شو نودجسد د ایرو یوه برخه دې یې په افغانستان کې په ګمبیري دښته کې ښخه شي،ځکه د ناکامورا په هڅو د ګمبیري دښته په یوه ښرازه سیمه بدله شوې ده.

دهمدې کال دقوس په۲۲ جاپاني رسنۍ وايي، په افغانستان کې دوژل شوي جاپاني الاصله افغان ډاکترتیڅوناکامورادایرو یوه برخه به دنوموړي له وصیت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.

ناکامورا په ځلونوله ټول افغانستان او په تېره بیا دافغانستان له ختیځو سیمو سره مینه ښکاره کړې وه او ویلي یې و ه چې دا سیمې همدا ډول پرې ګرانې دي لکه څومره چې زېږن ځای فوکوکا (Fukuoka) پرې ګران دی.

زه ددې شهيدله کورنۍ اوجاپان افغان دوست هيواددولس سره ددې ستري اوخواشينونکي پېښي شپږم تلين له امله خواخوږی اوغمشريکی څرگندوم .

ددې ستر انسان دوست اولوړشخصيت افغان ولس ته دبېساري زياراوزحمت اونه هېرېدونکو خدمتونه به هيڅکله دافغان ولس هېر نسي .

روح دې ښاد اويادې ابدي وي.