حمیدالله عنایت سراج د امیر حبیب الله لمسی او د سردار عنایت الله زوی
په ۱۹۱۷ز کال کې په جلال آباد کې زېـږېـدلی دئ. حمیدالله عنایت سراج د امیر حبیب الله لمسی او د سردار عنایت الله زوی دئ. خپلې لومړنۍ زده کړې یې په کابل او منځنۍ او لوړې زده کړې یې په فارس کې د صنایعو په لیسې کې بشپړې کړې دي. په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې یې خپل لیسانس په انجنیرۍ کې د تهران له پوهنتون څخه تر لاسه کړ. په ۱۹۲۹زیږدیز کال کې له خپل پلار سره مل ایران ته تبعید سو. په ۱۹۴۷ز کال کې له خپلې کورنۍ سره بـېـرته افغانستان ته راستون سو. په ۱۹۴۸ز کال کې د معارف په وزارت کې د عمومي زده کړو او د مسلکي زده کړو د ریاست غړی سو. د عمومي زده کړو د دیپارتمنت مرستیال رﺌـیس او په ۱۹۴۹ز کال کې د معارف په وزارت کې د ښوونکو او پرسونل د څانگې عمومی رئیس سو. په ۱۹۵۱ز کال کې د نجات د لیسې سرپرست مدیر، او په ۱۹۶۰ ز کال کې د همدې لیسې مدیر او د ثانوي تدریساتو مرستیال رﺌـیس.
په ۱۹۶۳ز کال کې په واشنتگټن ډي.سي. کې د افغان سفارت قـنـسـل او په ۱۹۶۵ز کال کې په مسکو کې د افغان سفارت قـنـسـل. په ۱۹۶۷ز کال کې د معارف د وزارت لومړی مرستیال وزیر. په ۱۹۶۸ز کال کې د هرات والي. په ۱۹۷۱ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال «اداري» معین. له ۱۹۷۱ د ۱۹۷۲ز کال تر اپریل پورې د معارف وزیر. له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۶ز کال پورې په لندن کی سفیر. له ۱۹۷۶ تر ۱۹۷۸ز کال پورې په ډیلي کې افغانستان د سفارت سفیر.
له ۱۹۷۸راهیسې د زوند تر ورستی شیبی په روم، ایټالیا کې ژوند کول. د اعلیحضرت امان الله خان له لور شهزادگۍ عاقلې سره یې وادﮤ کړی دی.
که تاسی نور معلومات لری هیله مند یم شریک یی کړی